کورپاڼه / ريکارډونه / جاوېد احمدي د افغانستان ١١م لوبغاړى شو چې ١٠٠٠ منډې يې پوره کړې
جاوېد احمدي

جاوېد احمدي د افغانستان ١١م لوبغاړى شو چې ١٠٠٠ منډې يې پوره کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکي د ايرلېنډ پر وړاندې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ١٠٠٠ منډې پوره کړې.

نوموړى د افغانستان ١١م توپوهونکى شو، چې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ١٠٠٠ منډې پوره کوي.

هغه د ايرلېنډ پر وړاندې په روانه لوبه کې په ٥٥ توپونو ٣٨ منډې وکړې، چې له دې سره يې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ١٠١٤ منډې جوړې کړې.

هغه دا منډې په ٤٥ لوبو کې پوره کړې، چې په يوه لوبه کې يې ٨١ زياتې منډې هم ترلاسه کړې دي.

د يادولو وړ ده چې تر جاوېد احمدي مخکې محمد نبي، محمد شهزاد، رحمت شاه، اصغر افغان، سميع الله شينواري، نجيب الله ځدراڼ، نور علي ځدراڼ، نوروز منګل، حشمت الله شهيدي او ګلبدين نايب هغه توپوهونکي دي چې تر ١٠٠٠ زياتې منډې يې ترلاسه کړې دي.

همدا راز محمد نبي، محمد شهزاد، رحمت شاه او اصغر افغان بيا هغه توپوهونکي دي چې تر ٢٠٠٠ څخه يې زياتې منډې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

اى پي ايل ټرافي

د اى پي ايل ٢٠٢١ د لوبو مهالوېش اعلان شو، لومړۍ لوبه به د ممبۍ او بېنګلور ترمنځ ترسره شي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٠٢١ کال د سياليو مهالوېش اعلان شو، …