کورپاڼه / جالب / کومې ښځې له واده وروسته چاغېږي او کومې یې بیا همداسې پاتې کېږي؟

کومې ښځې له واده وروسته چاغېږي او کومې یې بیا همداسې پاتې کېږي؟

په عموم کې له واده وروسته د نارینه او ښځینه وو په وزن کې ډېروالی راځي، چې دا یوه عادي کړنه منل شوې او رښتیا هم دادي چې له واده وروسته د خوراک او څښاک سرع مینه ډېرېږي، چې بیا د وزن د ډېرېدو سبب کېږي، خو که په عموم کې وکتل شي، نو د وزن د ډېرېدو اغېزې د نارینه وو په پرتله په ښځو کې ډېرې لېدل کېږي او په دریوو میاشتو کې دومره چاغېږي چې هر څوک ورته د وزن د ډېروالی خبره کوي. دلته یوه پوښتنه پیدا کېږي چې کومې ښځې د وزن له ډېرېدو سره مخ کېږي او کومې یې بیا دا ستونزې نه لري؟

  • هغه ښځې چې د خپل خاوند خوراک او څښاک ته ډېره پاملرنه کوي او خپله هم ډېر خوراک او څښاک کوي او له کوره بهر چېرته نه ځي، د وزن د ډېرېدو امکان یې د نورو په پرتله ډېر وي.

  • هغه ښځې چې په مناسبې اندازې سره خوراک او څښاک او یاهم د خپلې لوږې څخه لږ خوراک کوي وزن یې نه ډېرېږي.

  • هغه ښځې چې په رواني ستونزو نه وي اخته یاهم د ژور خپګان ښکار نه وي، هم د چاغښت له ستونزو سره مخ کېږي

  • هغه ښځې چې د خوراک، څښاک او د خوب ټاکلي وختونه یې نه وي معلوم او د منظم ژوند خاونده نه وي، د چاغښت له ستونزې سره مخ کېدلی شي.

  • هغه ښځې چې تر ډېره پورې وږې پاتې کېږي، له چاغښت سره نه مخامخ کېږي.

یاده دې وي هغه ښځې چې له واده مخکې یې وزن ددې لپاره کنټرول کړی وي، ترڅو یوه ښه رشته پیدا کړي، له واده وروسته ډېر ژر د چاغښت له ستونزو سره مخ کېږي. بله یادونه دا چې د چاغښت ستونزه پخپله د ډېرو ناروغیو بنسټ شمېرل کېږي، چې بیا ګڼې نورې خطرناکې ناروغۍ لکه د زړه اړوند ناروغۍ رامنځته کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د استرالیا په ځنګلونو کې یو ډېر جالبه پسه موندل شوی

له تېرو پنځو کلونو راهیسې د استرالیا په ځنګلونو یو پسه داسې جالب شکل غوره …