کورپاڼه / خبرونه / رحمان الله ګربز تاريخ جوړ کړ، د افغانستان لومړى او د نړۍ ١٦م لوبغاړى شو
رحمان الله ګربز (2)

رحمان الله ګربز تاريخ جوړ کړ، د افغانستان لومړى او د نړۍ ١٦م لوبغاړى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي په خپله لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې تاريخ جوړ کړ او لومړنى افغان لوبغاړى شو چې سليزه يې ووهله.

رحمان الله ګربز تر دې مخکې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې لوبېدلى، خو نن يې لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه او لومړنى افغان لوبغاړى شو چې په Debut لوبه کې يې سليزه ووهله.

رحمان الله ګربز په ١١٥ توپونو سليزه ووهله او دا کارنامه يې ترسره کړه.

د افغانستان لپاره په لومړنۍ يا Debut نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې تر ټولو زياتې منډې عثمان غني کړې وې، هغه په خپله لومړۍ لوبه کې ٧٠ منډې ترلاسه کړې وې، چې دا لوبه يې د هانګ کانګ پر وړاندې ترسره کړې وه.

تر دې مخکې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ١٥ لوبغاړو په خپلو لومړيو لوبو کې سليزې وهلي دي، چې رحمان الله ګربز بيا ١٦م لوبغاړى شو، چې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې سليزه وهي.

تر دې مخکې د انګلستان ډينيس اميس، د ويسټ انډيز ډيسمونډ هاينيس، د زمبابوې انډي فلاور، د پاکستان سليم الاهي، د نيوزيلېنډ مارټين ګوپټيل، د سويلي افريقا کولين انګرام، د نيوزيلېنډ روب نيکول، د اسټراليا پيليپ هافس، د انګلستان مايکل لمب، د هانګ کانګ مارک چپمن، د هند کى ايل راهول، د سويلي افريقا ټيمبا بوواما، د پاکستان امام الحق، د سويلي افريقا ريضا هينډريکس او د پاکستان عابد علي هغه توپوهونکي دي چې په خپلو لومړنيو يو ورځنيو لوبو کې يې سليزې وهلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

نيوزيلېنډ لوبډله

نيوزيلېنډ وروستۍ لوبه کې بريا خپله او لوبلړۍ يې هم وګټله

نيوزيلېنډ په وروستۍ شل اوريزه لوبه کې اسټراليا ته د ٧ ويکټو په توپير ماتې …