کورپاڼه / روغتيا / آیا د ژمي په موسم کې په یخو اوبو لامبل ګټور وي؟

آیا د ژمي په موسم کې په یخو اوبو لامبل ګټور وي؟

د ژمي په موسم کې په یخو اوبو سره لامبل د زمری هومره زړه غواړي خو د نیدرلینډ ساینسپوهانو د خپلو څېړنو په نتیجه کې په یخو سره د لامبلو ځینې داسې ګټې بیان کړي، که چېرته ترې خبر شئ، نو تاسې به هم د لامبلو پرمهال د ګرمو پرځای سړې یا یخې اوبه غوړه کړئ.

څېړونکي د خپلو څېړنو له مخې وایي، چې په یخو اوبو سره لامبل انسان ته ځواک ورکوي، ترڅو د ناروغیو په وړاندې مقاومت وکړي. دغه راز دوی وایي چې په یخو اوبو سره د لامبلو اغېزې په هماغه اندازه وي لکه څومره چې یې کافي یا چای د انسان پر بدن پرېباسي. یعنې د په یخو اوبو سره لامبل انسان ته ددې ځواک ورکوي ترڅو متحرک او فعال واوسي او د ناروغۍ پرمهال هم خپل کارونه سرته ورسوي.

بله خوا د ایمسټرډیم طبیعي اکیډومیک مرکز ساینسپوهانو په ۱۳ زره څېړنې ترسره کړي دي او یاد کسان یې په دریوو ډلو سره ویشلي ول، چې بیا یې یو ډلې ته د عادت له مخې په ګرمو اوبو د لامبلو لارښوونه وکړه او بلې ته یې بیا پت یخو او د لږ ځنډ وروسته په یخو اوبو لامبلو لارښوونه وکړه، خو دریمې ډلې ته یې یوازې په یخو اوبو د لامبلو وویل.

له دریو ورځو وروسته یې په یادو ډلو د اوبو د اغېزو په اړه څېړنې او د پایلو د لاسته راوړلو په لړ کې یې وویل، هغه کسان چې په یخو اوبو یې لامبل د ناروغۍ سره سره یې بیاهم له دفتر څخه د رخصت اخیستلو سلنه تر ۵۴ پورې ټیټه وه. ساینسپوهان د خپلو څېړنو په پایله کې وایي، چې په یخو اوبو سره لامبل د ناروغیو مخینوی نه کوي خو د هغه کسانو په پرتله یې د فعالیتونو کچه ۵۴ سلنه ډېره وه، چې په ګرمو اوبو سره یې لامبل. یاده دې وي چې ډول سره دا خبره ډېره کېږي چې په یخو اوبو لامبل دفاعي سیستم ته ځواک ورکوي او له ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

که چېرته په ستوني کې د ماهي لېشکې ونښلي؛ نو څه باید وکړو؟

د ماهي غوښه یو له هغه خوراکي توکو څخه ده، چې په جوړښت کې ګڼ …