د ځیرکو موبایلونو او د ټیکنالوژۍ د بې دریغه کارولو سره د خلکو د شپې خوبونه تښتېدلي او د بې خوبۍ په ناروغۍ یې اخته کړي. ویل کېږي که چېرته یو کس یوه شپه د خوبۍ له کمښت سره مخ شي، نو په لوږه کې یې ۴۵ سلنه ډېروالی رامنځته کوي.
د روغتیایي کارپوهانو د وینا له مخې ویل کېږي، چې یو بالغه انسان باید له ۷ څخه تر ۸ ساعتونو پورې خوب وکړي او په همدې ډول دې خپل لوږه او تنده کنټرول کړي او هضم په سیستم کې دې ښه والی راولي. یعنې یو ښه او پوره خوب د لوږې، تندې په کنټرول او د هضم په ښه والي کې ګټور تمامېږي.
څېړونکي وایي چې دوی د یوې څېړنې له مخې معلومه کړې، که چېرته یو څوک د شپې پرمهال پوره خوب ونه کړي، نو په سبا یې په لوږه کې ۴۵ سلنه ډېروالی رامنځته کېږي.
دوی زیاتوي چې د خوب کموالی لومړی د انسان په بدني انرژۍ او دماغي فعالیتونو اغېز پرېباسي، یعنې د خوب د کمښت په نتیجه کې ټول ورځ د ستړیا او کمزورۍ ښکار ګرځي او خپل ورځني فعالیتونه نه شئ ترسره کولی. دغه راز د خوب کمښت د طبیعت د خرابوالي او د ګڼو نورو ستونزو لامل ګرځي، خو هغه کسان چې له ډېرې مودې د بې خوبۍ له ستونزو سره مخ وي، د چاغښت، ژور خپګان، شکر، ذهني او د زړه د ناروغیو ښکار ګرځي.
بله خوا ویل کېږي چې د خوب کمښت د وینې د فشار د جګېدو سبب کېږي او په د لوړ فشار په ناروغۍ مو اخته کوي او په بدن کې د کلیسټرولو د ډېرېدو لامل کېږي.