د رحمان الله ګربز د زبردستې توپوهنې وروسته د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) هم د هغه يوه ويډيو خپره کړې ده او مبارکي يې ورکړې.
رحمان الله ګربز نن د ايرلېنډ پر وړاندې خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه، چې سليزه يې پکې ووهله. نوموړى لومړنى افغان توپوهونکى شو، چې په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې سليزه وهي.
هغه په ١٢٧ توپونو ١٢٧ منډې وکړې، چې په نړيواله کچه بيا په يو ورځنيو لوبو کې ١٦م توپوهونکى دى، چې په لومړنۍ لوبه کې يې سليزه ووهله.
د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) هم د رحمان الله ګربز د سليزې ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې ده او په پښتو ژبه کې يې هغه ته مبارکي ورکړې.
د اى سي سي په پاڼه په پښتو کې ليکل شوي: ((رحمن الله ګربز ته دې ډېر ډېر مبارک وي! نوموړى لومړنى افغان لوبغاړى شو چې په خپله لومړۍ نړيواله يو ورځينۍ لوبه کې يې سليزه ووهله.))
د يادولو وړ ده چې د ايرلېنډ او افغانستان په لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې افغانستان لومړى توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٨٧ منډې وکړې او ايرلېنډ ته يې د ٢٨٨ منډو هدف وټاکه.