کورپاڼه / اسلام / د قران کریم دغه کوچنی سورت ولولئ او د الله په مرسته خپل حاجتونه پوره کړئ

د قران کریم دغه کوچنی سورت ولولئ او د الله په مرسته خپل حاجتونه پوره کړئ

د قران کریم دغه کوچنی سورت خپل وظیفه وګرځوئ او په اوونۍ کې یې درې ورځې یعنې د پنجشنبې، جمعې او د شنبې په ورځو کې یې ولولئ او خپل شرعي حاجتونه لاسته راوړئ. اوس راځو دې ته چې دغه وظیفه به څنګه سرته رسوئ؟

لومړی به د قران کریم دیرشمې سیپارې ته لاړ شئ او د سورۀ کوثر تلاوت به د پنجشنبې په ورځ پیل او د شنبې په ورځ به یې پای ته ورسوئ، یعنې درې ورځې به دغه سورت وظیفه وګرځوئ.

د پنجشنبې په ورځ کله چې مو د سهار لمونځ وکړو، ورپسې به درود شریف او ۱۲۹ ځلې سورة کوثر او بیا به درود شریف ولولئ، مازیګر او ماسخوتن به بیا همدغه وظیفه وکړئ او تر دریوو ورځو پورې دغه عمل تکرار کړئ. یاده دې وي چې د وظیفې پرمهال به په ذهن کې هغه هیله یا حاجت راولئ، چې تر سراوی یې غواړئ، خو د وظیفې پرمهال به مو ټول سوچ و فکر یوازې وظیفې ته وي. ترڅو زړه مو له شک او شبهې څخه وساتل شي او وروسته له وظیفې د زړه له تله له الله ج څخه د حاجتونو د پوره کولو دعاوې وغواړئ، ان شاءالله چې حاجتونه به مو پوره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

قران کریم چې وروستی الهي او الهامي کتاب دی، لفظي یا لغوي مانا یې څه ده؟

قران کریم د پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم یوه لویه معجزه ده، چې په …