کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې له ۶۰ کالو راهیسې یې نه دي لامبلي
خيرن سړى

هغه شخص چې له ۶۰ کالو راهیسې یې نه دي لامبلي

ویل کېږي چې د ژمي په موسم د خپل ځان وینځل یا لامبل د ځینو کسانو لپاره یوه ستونزمنه مرحله وي، خو آیا دا امکان لري چې یو شخص دې په شپېتو کلونو کې نه وي لامبلي؟

راپورونه وایي د ایران یو کلیوال اوسیدونکي چې۸۷  کاله عمر لري، له تېرو شپږو لسیزو اوبو ته نه دی ور نږدې شوي، یعنې په شپېتو کلونو کې یې بېخي نه دي لامبلي. راپورونه زیاتوي چې دغه شخص له اوبو څخه ډارېږي او په دې باور دی، که چېرته ولامبي نو په ناروغیو به اخته شي.

ویل کېږي چې دغه له خاورو او دوړو څخه ډک شخص ډېر خراب یا ناوړه خوراک کوي، یعنې د مړو شوو حیواناتو غوښه خوړي او د خوښې خواړه یې د هغه موږکانو غوښه ده، چې وجود اغزن وي.

د ایران د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه شخص د ځوانۍ پرمهال له ډېرو سختو حالاتو څخه تېر شوی، چې بیا یې د تنهایۍ ژوند غوره کړ، چې لا تر اوسه یې تېروي او له نړۍ څخه زړه موړی دی.

لکه څنګه چې خلک له دغه شخص څخه نفرت کوي یاهم نه یې خوښوي، چې نوموړی بیا په همدې سبب له خلکو لېرې په یوه ویرانه سیمه کې اوسېږي او کله چې د ویښتانو د اوږدېدو احساس وکړي، نو په اور سره سوځوي. دغه راز د ژمي د سړو یا یخنۍ څخه د ژغورلو لپاره له جنګي هیلمټ څخه ګټه اخلي، ترڅو له سړو څخه خوندي وي.

Loading...

دا هم ولولئ

دوه هغه ټاپوګان چې ترمنځ یې فاصله څلور کیلو میتره، خو وخت یې بیا شل ساعته سره توپیر لري

که چېرته د دوو سیمو ترمنځ په زرګونه کیلو میتره فاصله شتون ولري، نو په …