کورپاڼه / جالب / آیا ۶۰ میلونه کاله دمخه ډیناسور تر سپوږمۍ پورې رسېدلي ول؟
ډيناسور

آیا ۶۰ میلونه کاله دمخه ډیناسور تر سپوږمۍ پورې رسېدلي ول؟

لومړنی انسان چې پر سپوږمۍ قدم کېښود، نیل آرم سټرونګ و، چې په ۱۹۶۷ کال سپوږمۍ ته ورسېد، خو اوسمهال د یوې مفروضې له مخې ویل کېږي، چې له نن څخه شپېته میلونه کاله دمخه ډیناسور هم تر سپوږمۍ پورې رسېدلي ول.

د یو امریکایي ساینسپوه پیټر برین د کتاب (د نړۍ پای) چې په ۲۰۱۷ کې کتاب خپور شو، یو اقتباس یې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي. په اقتباس کې راغلي چې له نن څخه شپېته میلونه کاله دمخه یو ځلیدونکی ستوری له ځمکې سره ډېر په قوت سره وجنګید(چې په سبب یې د ځمکې له مخ څخه ډیناسور له منځه ولاړ)، چې په ځمکه یې یوه ژوره کنده جوړه کړه او د ځمکې خاورې او تیږي په دومره قوت سره په فضا کې خپرې کړې، چې تر سپوږمۍ پورې ورسېدلې.

د کتاب له مخې د یو ساینسپوه نظر دا و، چې شاید په دې خاورو او تیږو کې به د ډیناسور د وجود پاتې شوني یاهم هډوکي شامل ول، چې د ځلیدونکي ستوري د ټکر په پایله کې سوځېدلي ول. پیټر لیکي هغه ځلیدونکی ستوری چې له ځمکې سره یې ټکر کړی و، د یورسټ د غر په اندازه و، چې د مرمۍ له رفتار څخه شل چنده تیز له ځمکې سره جنګېدلی و.

ساینسپوهان وایي چې ددې ټکر په پایله کې په ځمکه د ۱۲۰ کیلو میترو په اندازه ژوره کنده جوړه شوه، چې په څو سوو کیلو مترو کې یې ټول حیوانات سوځولي او له خاورو سره برابر کړي ول.

دغه راز ویل کېږي چې ددې پېښې په نتیجه کې چې له ځمکې کوم ګرد او غبار پورته شو، د لمر وړانګې یې نه پرېښودې، چې تر ځمکې پورې ورسېږي او په ځمکه تر ډېر پورې د یخني یا سړو موسم راغی. ویل کېږي چې دا هماغه موسم ګڼل کېږي چې د اټومي جنګ وروسته شاید رامنځته شي، چې اټومي ژمی هم ورته ویل کېږي.

ویل کېږي چې په دې دوران کې په ځمکه د تیزابو بارانونه هم وورېدل چې بیا د ذکر شوو سببونو په نتیجه کې د ځمکې له مخې ۷۵ سلنه حیوانات له منځه لاړل. یاده دې وي چې د ډیناسور د هډوکو مفروضه چې پر سپوږمۍ دې شتون ولري، کوم ساینسي ثبوت نه لري.

دا هم ولولئ

د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

پولیسو د نړۍ ترټولو وېروونکی تورن شخص، چې هر وخت د خپلې څېرې شکل بدلوي، …