افغانستان په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د ايرلېنډ لوبډلې د ١٦ منډو په توپير ماتې ورکړه او د لوبلړۍ پيل يې په بريا سره وکړ.
په دې لوبه کې په توپوهنه کې رحمان الله ګربز او راشد خان او په توپ اچونه کې بيا نوين الحق تر نورو ښه وځلېدل، چې رحمان الله ګربز د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.
د دې لوبې ويډيويي لنډيز دلته وګورئ:
د يادولو وړ ده چې افغانستان لومړى توپوهنه وکړه، چې د ايرلېنډ لوبډلې ته يې د ٢٨٨ منډو هدف وټاکه، رحمان الله ګربز ١٢٧ منډې وکړې، چې لومړنى افغان توپوهونکى شو، چې په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې سليزه وهي، همدا راز راشد خان هم چټکه پنځوسيزه ووهله.
خو د ايرلېنډ لوبډلې ونه شول کولاى چې ياد هدف پوره کړي او په پنځوس اورونو کې يې ٢٧١ منډې وکړې، چې د ١٦ منډو په توپير يې په لومړۍ لوبه کې ماتې وخوړه.
د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د جنورۍ په ٢٤مه نېټه د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.