کورپاڼه / بېلا بېل / يوه پاکستانۍ نجلۍ ادعا کوي چې د ډونالډ ټرمپ لور ده + ويډيو
ډونالډ ټرمپ او پاکستانۍ نجلۍ

يوه پاکستانۍ نجلۍ ادعا کوي چې د ډونالډ ټرمپ لور ده + ويډيو

د امريکا تېر ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ دوره پرون پاى ته ورسېده او له سپينې ماڼۍ څخه رخصت شو، چې نوي ولسمشر جو بايډن د امريکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

خو د پاکستان په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو لاس په لاس کېږي، چې يوه پاکستانۍ نجلۍ پکې ادعا لري، چې هغه د ډونالډ ټرمپ لور ده.

دا ويډيو په اصل کې درې کاله پخوانۍ ده، چې په ٢٠١٨ کال کې يوې پاکستانۍ نجلۍ له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ادعا کړې وه، چې هغه د امريکا د ولسمشر (ډونالډ ټرمپ) اصلي لور ده.

خو د ټرمپ د ولسمشريزې دورې پاى ته رسېدو وروسته يو ځل بيا دا ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده.

دا نجلۍ چې له پاکستاني رسنيو سره په اردو ژبه کې خبرې کوي، رسنيو ته وايي، چې زه ټولو ته دا ويل غواړم چې زه د ډونالډ ټرمپ اصلي اولاد يم.

هغه وايي، زه مسلمانه يم او پاکستان ته راغلې يم، زما پلار (ټرمپ) به هر وخت زما مور ته غصه کېده، چې ته مې د لور سهي پاملرنه نه کوې.

هغه زياتوي، چې انګرېزان دلته راځي، ما ويني او وايي، چې دا نجلۍ دلته څه کوي؟ هغه وايي چې زما پلار ډېر سيريس دى، خو زه مسلمانه او امن خوښې يم.

دا نجلۍ په دغه خبرو کې دا هم وايي، چې غواړي بېرته له خپل پلار ډونالډ ټرمپ سره وويني.

د يادولو وړ ده چې په افغانستان کې يو کس بيا په خپل زوى باندې د ډونالډ ټرمپ نوم ايښى دى، دا پېښه څو مياشتې مخکينۍ ده.

Loading...

دا هم ولولئ

مرګ ته نږدې اشخاص څه ډول احساسات تجربه کوي؟

د ساینسپوهانو لخوا په دوامداره توګه ددې هڅه کېږي، ترڅو دوی پوه شي چې مرګ …