کورپاڼه / خپلواک / مکي ارتر: د پاکستانۍ لوبډلې له لاسه مې ژوند تباه شو
مکي ارتر

مکي ارتر: د پاکستانۍ لوبډلې له لاسه مې ژوند تباه شو

خپلواک وېبپاڼه – د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکى مکي ارتر له خپلې دندې ليرې کړل شوى دى، نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره يې خپل شخصي ژوند تباه کړ، خو پاکستان کرکټ بورډ په داسې ډول له دندې ليرې کړ.

د رسنيو د راپورونو تر مخه، د پاکستان کرکټ بورډ د لوبډلې مشر روزونکي مکي ارتر له دندې ليرې کړى دى. دوى وايي کله چې دا خبر مکي ارتر ته ورسېده، نو هغه ډېر جذباتي شو او وې ويل چې د پاکستانۍ لوبډلې لپاره يې خپل شخصي ژوند تباه کړ، خو د پاکستان کرکټ بورډ په نيمه لار کې پرېښود.

مکي ارتر همدا راز ويلي دي، چې په تېرو درې کلونو کې يې خپلې کورنۍ ته هېڅ وخت ورنکړ او له همدې امله يې ښځې هغه پرېښود، ځکه چې د هغه ټول پام د پاکستان کرکټ لوبډلې ته و.

همدا راز د پاکستان لوبډلې د توپ اچونې پخواني روزونکي اظهر محمود بيا ويلي دي، چې د لوبې لپاره به د پاکستان لوبغاړي مکي ارتر انتخابول او لوبډلمشر سرفراز احمد هېڅ هم نه شو کولاى، هغه يو بې وسه لوبډلمشر دى.

اظهر محمود همدا راز وايي، چې عثمان شينوارى يو ډېر ښه توپ اچوونکى و او پکار وه چې په ٢٠١٩ نړيوال جام کې په لوبډله کې انتخاب شوى واى، خو هغه هيچا هم انتخاب نه کړ. عثمان شينوارى تېز توپ اچوونکى دى چې په ١٥ لوبو کې يې ٢٨ لوبغاړي سوځولي دي.

بلخوا بيا د پاکستان کرکټ لوبډلې د توپوهونې روزونکى ګرانټ فلاور، چې پنځه کاله د پاکستان کرکټ لوبډلې د توپوهنې روزونکى و، هغه د دندې له پرېښودو وروسته له رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې د پاکستان کرکټ بورډ کې سياسيون او پخواني لوبغاړي لاسوهنې وهي او همدا راز نوموړي ته هم ډېرو لوبغاړو دوکه ورکړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …