د افغانستان او ايرلېنډ په نننۍ لوبه کې تر ټولو ځلېدونکى لوبغاړى رحمان الله ګربز و او دا د هغه لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه وه، چې ډېر ريکارډونه يې هم په خپل نوم کړل.
افغانستان په دې لوبه کې د ١٦ منډو په توپير ايرلېنډ ته ماتې ورکړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه رحمان الله ګربز ترلاسه کړه.
رحمان الله ګربز لومړنى افغان توپوهونکى شو چې په لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې سليزه ووهله، هغه ١٦م لوبغاړى چې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې سليزه ووهله، دويم توپوهونکى شو چې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې زياتې منډې وکړې او لومړنى ويکټ ساتونکى توپوهونکى شو چې په لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې تر ټولو زياتې منډې ترلاسه کړې.
په دې لوبه کې راشد خان هم چټکه پنځوسيزه ووهله او نوين الحق هم ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٣ لوبغاړي يې وسوځول.
د افغانستان تر بريا وروسته په ټويټر کې د دې لوبې په اړه يو شمېر شوي ټويټونه مو ستاسې لپاره راغونډ کړي دي:
رحمان الله ګربز په 21مه پیړۍ کې د 21م کال په 21مه ورځ سلیزه ووهله.#AFGvIRE pic.twitter.com/Sf2hsFcZxE
— Rahmatullah Atrafi (@Rahmatulla11111) January 21, 2021
د ایرلنډ خلاف د ځوان او پیاوړي لوبغاړي @RGurbaz_21 سلیزه دې ټولو ته مبارک وي. ګربز، په خپلې ښې کار کردګۍ وښودله چې ان شاء الله هیواد ته به ویاړونه ګټي.
هغه، په خپله لومړنۍ نړیواله لوبه کې د ۱۲۷ منډو په جوړولو خپلې فوق العاده وړتیا ته د جهانیانو پام راجلب کړ
یو ځل بیا مبارک! pic.twitter.com/37jO3VqzwZ— Ziaulhaq Amarkhil (@ZiaulhaqAmarkhi) January 21, 2021
That’s one way to announce yourself on to the international stage 👏#AFGvIRE pic.twitter.com/KWMJlpnBHL
— ICC (@ICC) January 21, 2021
!رحمن الله ګربز ته دې ډير ډير مبارک وي
نوموړی لومړنۍ افغان لوبغاړی شو چې په خپله لومړی نړيواله يو ورځينۍ لوبه کې يې سليزه ووهله.#AFGvIRE | @ACBofficials pic.twitter.com/bKTwpicCiG— ICC (@ICC) January 21, 2021
Rahmanullah Gurbaz hit 9 sixes on his One Day International Debut.
No one has ever hit more than 5 sixes on his/her ODI debut.
His innings of 127 runs is also the Highest by any WK on debut.#AFGvIRE
— Israr Ahmed Hashmi (@IamIsrarHashmi) January 21, 2021
بريا مو مبارک شه!
دې لوبې وښوده چې ملي لوبډله مو لاهم د پياوړو لوبډلو پر وړاندې په يو ورځينو لوبو کې مقابلې ته نده چمتو، پرته له يو څو لوبغاړو دا نور خو بس هسې په لوبډله بوج دي.
ګربز وښوده، چې ځوان لوبغاړي په هر لحاظ تر پخوانيو هغه تکړه دي. pic.twitter.com/Q0rinYv3Do— Wasil wesal (@wasilwesal) January 21, 2021
افغان لوبډلې ايرلنډ ته په لومړۍپنځوس اوریزه کرکټ سیالۍ کې د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه، رحمن الله ګربز تر لاسه کړه، چې د افغانستان لپاره يې په خپله لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې ۱۲۷ منډې جوړې کړې. pic.twitter.com/bCmubDmewC— lima Azizi (@azizi_lima) January 21, 2021
رحمن الله ګربز ته د هغه د سلیزې مبارکي وایم هیله ده په راتلونکې کښی تر دې لا مطمین او همداسې زړوره لوبه تر سره کړي او خپل استعداد لا هم وښایي @RGurbaz_21 pic.twitter.com/hEECIIAGSQ
— Tamim Aref (@TamimRf) January 21, 2021
افغانستان د ایرلیند نه لوبه وګټله،بریا دی تولو ته مبارک وي.
رحمن الله ګربز لومړنۍ افغان لوبغاړی شو چې په خپله لومړی نړيواله يو ورځينۍ لوبه کې يې سليزه ووهله https://t.co/I8rxyIjikd— Noshaba Ashna (@AshnaNoshaba) January 21, 2021
افغان لوبډلې خپلې سیالې ایرلنډي لوبډلې ته ۱۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دا بریا دې ټول ملت ته مبارک وي.
د ګربز منډو او د نوین ویکټو داذبریا لا یقیني کړه. ژوندی دې وي افغانستان 🇦🇫💪🏽@RGurbaz_21 @MohammadNabi007 @rashidkhan_19 @ACBofficials @Farhan_YusEfzai @afghcricket pic.twitter.com/ycqefPYzhI— Khoshhal Taib (@KhoshTaib) January 21, 2021