کورپاڼه / اسلام / تاسې د قران کریم د تلاوت پر وخت کوم نیت لرئ؟
قرآن

تاسې د قران کریم د تلاوت پر وخت کوم نیت لرئ؟

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي: (إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى) ژباړه: د ټولو عملونو دار و مدار په نیت سره وي او بنده ته هغه څه ورسېږي، چې نیت یې کړي وي.

د ډېرو نیتونو درلودل د صحابه کرامو او د اولیاء صفت دی، دوی به په یو وخت ډېر نیتونه ځکه درلودل، ترڅو د ټول نیتونه ثواب حاصل کړي. ابن کثیر رحمه الله فرمایي: (النية أبلغ من العمل) نیت کول له عمل کولو ډېر غوره وي.

لاندې مو د مثال په توګه ځینې نیتونه ددې لپاره ذکر کړي، چې د قران کریم د تلاوت پر وخت یې یادول غوره وي.

  • د قران کریم د تلاوت پر وخت به زموږ دعا دا وي چې الله تعالی دې قران زموږ شفاعت کوونکی وګرځوي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (إقرأوا القرآن فإنه يأتي يوم القيامة شفيعا لأصحابه) ژباړه: قران ولولئ ځکه چې قران د قیامت پر ورځ د خپلو لوستونکو شفاعت کوي.

  • د قران کریم د تلاوت پر وخت به مو موخه د ډېرو نیکیو ترلاسه کول، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (من قرأ حرفا من كتاب الله فله به حسنة والحسنة بعشر أمثالها) ژباړه: چا چې د قران کریم یو توری ولوست په بدل کې به یې لس نیکۍ ترلاسه کړي.

  • د تلاوت موخه به مو د دوزخ څخه ژغورل وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (لو جمع القرآن في إهاب ما أحرقه الله بالنار) ژباړه: که چېرته قران کریم په کوم څرمنه راټول کړی شي، نو الله تعالی یې په اور نه سوځوي.

  • د قران کریم د تلاوت پر وخت به مو نیت دا وي، چې پر ایت به عمل کوونکي اوسئ، ترڅو په جنت کې د لویو درجو خاوندان شئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (يقال لقارئ القرآن أقرأ وارق ورتل كما كنت ترتل في الدنيا فإن منزلتك عند أخر آية تقرأها) ژباړه: د قیامت په ورځ به د قران لوستونکي ته وویل شي، ځه قران لوله او په کرار کرار مخ په پورته ځه، قران په ښه شکل سره لوله، ستا منزل به هماغه وي چرته دې چې اخری ایت ولوست.

نور بیا

دا هم ولولئ

که د غاښ درد لرئ، په مالګه دا سورت ووایئ او پر غاښ یې ووهئ

د غاښ درد یو داسې درد دی چې نن سبا یې ډېر شمېر خلک اغېزمن …