کورپاڼه / ليکنې / شین چای د روغتیا سربېره د ښکلا لپاره هم ګټور دی
چاى

شین چای د روغتیا سربېره د ښکلا لپاره هم ګټور دی

د هضم په مرحله کې د ښه والي په راوستو، د وزن په کمولو یا د خپل خوند په سبب شین چای د ډېرو خلکو لومړنی انتخاب وي. هغه کسان چې د شین چای خوښوي یاهم د چایو مینوال وي، ډېری یې د لږو ډېړو ګټو وټو څخه خبر وي، خو که چېرته د شنو چایو جوړښت ته وکتل شي، نو بیا پوهېږو چې داسې ډېرې نورې ګټې هم لرلی شي.

د سیدتي اخبار د ویب سایټ د یوې ویډیو له مخې چې د شنو چایو په اړه ده، ځینې ګټې یې هم بیان کړي دي.

  • ویل کېږي چې د شنو چایو په ذریعه د مخ له داغو یا دانو څخه خلاصون موندلی شو او د مخ پوستکی مو ورسره صفا کېدلی شي. دغه راز د سترګو پر شاوخوا کې تورې حلقې ختموي او پوستکی د زړه راښکون سبب ګرځوي.

د بڼو د اوږدولو لپاره:

له بورې پرته شین چای په یوه پیاله کې واچوئ، بیا لږه اندازه مالوچ راواخلئ، په چایو کې لوند کړئ او پر بڼو یې کړئ، دا کار تر څو ورځو پورې تکرار کړئ. دغه راز د سترګو پر شاوخوا د حلقو د ختمولو لپاره د یخو چایو دوه پیالې یا لوښي تیار کړئ او د یوې ټوټې یا فوم په مرسته یې تر لسو دقیقو پورې د سترګو پر شاوخوا کېږي او دا کار په اوونۍ کې دوه ځلې حتماً تکرار کړئ.

د مخ له داغونو یا دانو څخه د خلاصون لپاره:

ددې لپاره چې پوستکی مو صفا شي او ښکلا پیدا کړي، غواړو چې یوه طریقه یې در وښایو، د ماسک د تیارولو لپاره دا توکي را ټول کړئ. هغه شین چای چې له کڅوړو لاسته راځي، یوه کاچوغه د شېدو پوډر، د ګلاب اوبه او یوه کاچوغه مستې.

پورتني ټول توکي به سره ښه ګډ کړئ او د یوې دقیقې لپاره به یې پرمخ ووهئ، بیا به ذکر شوی ماسک له خپل مخ څخه په آرامه لېرې کړئ او په تړمو یا نیم ګرمو اوبو به یې ووینځئ.

د شنو چایو په استعمال سره نه یوازې دا چې د هضم په مرحله کې مو ښه والی راځي، بلکې د بدن په جوړولو کې مو هم مرستندویه تمامېږي او د پوستکي د ښکلا سبب مو کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځه او خاوند

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …