کورپاڼه / روغتيا / د ویټامین ډي د کمښت سببونه څه وي او د ځوانانو لپاره څومره زیانمن تمامېږي؟
ښځه

د ویټامین ډي د کمښت سببونه څه وي او د ځوانانو لپاره څومره زیانمن تمامېږي؟

ویټامین ډي زموږ د بدن لپاره ترټولو مهم او ارزښتمن ویټامین ګڼل کېږي او د بدن له ډېرو فعالیتونو سره سروکار لري. دغه راز اوسمهال چې د کورونا ویروس خپور شوي، نو د همدې ویروس څخه د ژغورل کېدو لپاره هم اړین تمامېږي.

د یوې نوې ساینسي څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د ویټامین ډي کمښت په ځوانانو کې د دوی د رویي د خرابېدو د ګڼو نورو روغتیایي ستونزو سبب یې کېدلی شي. د جرمني ویب سایب ډي ډبلیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې ویټامین د بدن لپاره یو له مهمو غذایي توکو څخه ګڼل کېږي، چې کمښت یې د سټیوپوروسس او د بندونو د درد خطر ډېرولی شي. د امریکا په مشیګن پوهنتون د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې څرګنده شوې، که چېرته کم عمره هلکان د ویټامین له کمښت سره مخ شي، په سلوک یا رویه کې خرابوالی رامنځته کېدلی شي.

د ویټامین کمښت او ناوړه سلوک:

ویل کېږي کله چې د هغه هلکانو د عمل کولو طریقه او سلوک یې تر څېړنې لاندې ونیول شو، چې د ویټامین ډي له کمښت سره مخ ول، نو ډېرې خطرناکې پایلې یې ترلاسه کړې او ترې څرګنده شوه چې د ویټامین ډي کمښت د رواني ناروغیو لامل ګرځي.

په بدن کې د ویټامین ډي رول:

د امریکا د شکاګو ایالت د لارپیډ د ماشومانو د روغتون د خوراکي توکو کارپوه وایي، چې ویټامین په بدن کې بې شمېر او مختلف رولونه لوبوي، چې ځینې یې عبارت دي له د بدن له ودې، د اعصابو او عضلو پیاوړتیا او د سوخت له منځه وړل. نوموړی وایي چې له ډېرو څېړنو څرګنده شوې چې د ویټامین ډي کمښت د زړه د ناروغیو سره اړیکه لري او د مختلفو ناروغیو سبب ګرځي لکه د وینې د شیریانونو ستونزې، سرطان، موسمي ناروغي، رواني ناروغي او داسې نور

د ویټامین سرچینې:

ویل کېږي چې ویڼامین ډي د لمر د ویټامینو په نوم سره هم یادېږي، چې له دې څخه په واضحه توګه څرګندېږي، چې ویټامین له لمر څخه ترلاسه کېدلی شي. دغه راز ځینې نور توکي هم شتون لري، چې ویټامین ډي ورځنې ترلاسه کولی شو لکه ماهیان، هګۍ، شېدې او له شېدو څخه تیار شوي توکي. بله خوا کله چې د ویټان ډي له کمښت سره مخ شو، نو د ډاکترانو لخوا اړوند درمل هم ورکول کېږي.

د ویټامین ډي د کمښت سببونه څه دي؟

د ویټامین ډي د کمښت ترټولو لوی علت تر ډېره پورې په کوټه کې کېناستل او لمر ته نه کېناستل دي. دغه راز د خوراکي توکو کمښت او د چاپیریال ککړتیا هم پکې رول لرلی شي او د وزن کمېدل یا ډېرېدل هم پکې لاس لرلی شي.

کله چې د ویټامین له کمښت سره مخ یو یاهم د بدن ویټامین ډي پوره کوو، نو روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي، چې په خوراکي توکو کې هګۍ او ماهیان ډېر کړو او په ورځني فعالیتونه کې لمر ته کېناستنه او ورزش کول خپل عادت وګرځوو.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …