کورپاڼه / خبرونه / پرونۍ لوبه کې د تاريخ جوړولو وروسته رحمان الله ګربز څه وايي؟
رحمان الله ګربز (3)

پرونۍ لوبه کې د تاريخ جوړولو وروسته رحمان الله ګربز څه وايي؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک پيليز توپوهونکي او ويکټ ساتونکي رحمان الله ګربز پرون د ايرلېنډ پر وړاندې خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه او تاريخ يې جوړ کړ.

نوموړى لومړنى افغان توپوهونکى شو چې په لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې سليزه ووهله، په نړيواله کچه ١٦م توپوهونکى شو چې په لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې سليزه ووهله، دويم توپوهونکى شو چې په لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې زياتې ١٢٧ منډې وکړې، لومړنى ويکټ ساتونکى توپوهونکى شو چې په لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې تر ټولو زياتې ١٢٧ منډې وکړې او لومړنى توپوهونکى شو چې په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې ٩ شپږيزې ووهلې.

رحمان الله ګربز د افغانستان په بريا کې مهمه ونډه ولرله او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم واخيسته.

نوموړي له يادې بريا وروسته په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې يو پوسټ کړى دى.

هغه په خپل پوسټ کې ليکلي: ((ستر خدايه! مننه او شکر. نن زما لپاره د وياړ او خوشحالۍ ورځ ده چې د هېواد په استازولۍ مې په لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ سيالۍ کې د ايرلېنډ پر وړاندې سليزه وکړه او د سيالۍ غوره لوبغاړى وټاکل شوم.))

رحمان الله ګربز په خپل پوسټ کې زياتوي: ستاسو ملاتړ، مينه او هڅونه ماته لا ډېره انرژي او ځواک رابخښي، تر څو د ګران هېواد د بريا لپاره ښه ولوبېږم او دغه مېړني ولس ته خوشحالۍ او مسکا ډالۍ کړم.))

رحمان الله ګربز

د يادولو وړ ده چې افغانستان د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې ايرلېنډ ته د ١٦ منډو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه. د دواړو هېوادونو ترمنځ به دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د جنورۍ په ٢٤مه نېټه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

کريس ګيل

د کريس ګيل د پرتوګ اغوستلو جالبه ويډيو

د ويسټ انډيز چټک توپوهونکى کريس ګيل، چې د يونيورس باس په نوم پېژندل کېږي، …