کورپاڼه / روغتيا / آیا د کېنو پوستکي هم ګټور تمامېږي؟

آیا د کېنو پوستکي هم ګټور تمامېږي؟

ویل کېږي چې د کېنو له پوستکي ډېرې زیاتې ګټې ترلاسه کولی شئ، ځکه چې د کېنو پوستکی پخپل جوړښت کې په زیاته اندازه ویټامین سي، فایبر، ویټامین بي ۶، کلسیم، ویټامین ای، فولک اسید او د پولي فینول په نوم غذایي توکي لري، چې د زړه او معدې د ناروغانو لپاره بېخې ګټور تمامېږي. دغه راز د پولي فینول موجودیت یې د همیشنۍ روغتیا په ښه والي کې مهم رول لري او د مختلفو ناروغیو لکه د شکر د دویم ډول ناروغي، چاغښت، د حافظې یا د هېرولو د ناروغۍ سربېره د ځینو نورو په درملنه کې ګټور تمامېږي.

د کېنو پوستکی څه ډول استعمالولی شو؟

روغتیایي کارپوهانو وایي، کولی شي چې د کېنو پوستکي په وړو وړو ټوټو وویشئ او و یې خورئ، دغه راز د سلاد په ډول یې هم استعمالولی شئ او د شربت په ډول ورځنې هم ګټه اخیستلی شئ.

بله خوا ویل کېږي که چېرته له مخه مو د کېنو پوستکی نه وي خوړلی، نو باید احتیاط وکړئ، ځکه چې دا به ستاسې لپاره یوه نوې تجربه وي، نو په لومړیو به یې په لږه اندازه استعمالوئ او په همدې ډول به ورسره خپل بدن عادي کړئ.

د کېنو پوستکي نور په کومو طریقو سره استعمالولی شو؟

  • لومړی به د کېنو پوستکی راواخلئ، پرې به یې کړئ، بیابه یې وچ کړئ او له وچ پوستکي به یې چای تیار کړئ.

  • که چېرته د جامو له بد بویۍ سره مخ یئ، نو د کېنو پوستکي راواخلئ، وچ یې کړئ او بیا یې د جامو په المارۍ کې کېږدئ.

  • د کېنو پوستکي به په اوبو کې وایشوئ او بیابه دغه اوبه له هغه اوبو سره ګډ کړئ، چې غواړئ پرې ولامبي، وروسته له لامبلو به مو بدن ښه بوی پیدا کړي او پوستکی به مو تازه شي.

  • که چېرته مو غاښونه ناولي یا چټل وي، نو د کېنو پوستکی یې د خپل تېزابیت په سبب پیدا کولی شي.

  • که چېرته د کېنو پوستکی پر پوستکي ووهل شي، نو تاسې ته به کومه ماشه یا کومه بله حشره در نږدې نه شي.

  • د کېنو پوستکي راواخلئ، په سرکه کې یې لانده کړئ او پخپلو داغونو یې ووهئ، نو داغونه به مو له منځه ولاړ شي.

  • د کېنو پوستکی به لومړی وچ کړئ او بیابه یې میده او پوډر به ترې جوړ کړئ، بیابه دا پوډر له شاتو سره ګډ کړئ او پر مخ به یې ووهئ، نو مخ به مو ښکلی شي.

  • که چېرته مو په پخلنځي کې بد بویي رامنځته شوي، نو د کېنو له پوستکي ګټه اخیستلی شئ.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …