کورپاڼه / روغتيا / د مولیو د خوړلو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د مولیو د خوړلو حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د ژمي د موسم په رارسېدو سره مولۍ هم په آسانۍ سره ترلاسه کېدلی شي، چې بیا د سلاد په ډول سره استعمالېږي او ګڼې داسې روغتیایې ګټې لري، چې ډېری خلک ترې ناخبره دي او په همدې علت یې له خوړلو انکار هم کوي یا ورته پاملرنه نه کوي.

ویل کېږي چې د مولۍ ډېر استعمال په اسیایي هیوادونو کې کېږي. د خوراکي توکو کاريوهان وایي چې په ۱۰۰ ګرامو مولیو کې ۱۸ کالوري، ۶ سلنه ډایټري فایبر، ۲ سلنه کلسیم، ۳۶ سلنه ویټامینونه او ۴ سلنه میګنیزیم موندل کېږي، چې د هضم د سیستم لپاره ډېر ګټورې ګڼل کېږي. روغتیایي کارپوهان زیاتوي چې د مولیو په جوړښت کې فاسفورس، کلسیم، فولاد او ویټامین سي هم شتون لري، چې اغېزې یې یو څه سړې وي. دوی وایي چې مولۍ یو له موسمي خوړو څخه شمېرل کېږي، چې استعمال اړین وي او ګڼې روغتیایي ګټې له ځان سره لرلی شي.

  • هغه کسان چې د ګردو تیږي لري، مولۍ ورته ګټورې تمامېږي. یعنې دوي باید په ورځني ډول مولۍ د سلاد په ډول سره وخوري، نو تیږي به یې میده او له بدن څخه به ووځي.

  • هغه کسان چې د لیکوریا په ناروغیو اخته وي، د مولۍ خوراک ورته ګټور وي، دوی باید په ورځني ډول د مولیو اوبه وڅښي.

  • هغه کسان چې د ژېړي په ناروغیو اخته وي، د مولیو له پاڼو دې اوبه وباسي، بوره دې ورسره ګډه کړي او استعمال دې کړي.

  • هغه کسان چې د ځیګر اړوند ستونزې لري، د مولیو خوراک ورته ډېر ګټور وي. دغه راز د کمزورې مثانې لرونکي اشخاص هم کولی شي چې د مولیو په استعمال خپله ستونزه حل کړي.

  • مولۍ د خېټې د ناروغیو لپاره هم یوه له غورو خوراکي توکو څخه شمېرل کېږي، که چېرته د قبض له ستونزې سره مخ یئ، نو درې وخته یې د سلاد په ډول وخورئ او د کولمو او هضم په مرحله کې ښه والی راولئ.

  • مولۍ چې د پوتاشیم او سودیم لرونکي دي د لوړ فشار په کنټرول کې هم ګټورې تمامېږي.

  • هغه کسان چې د چاغښت له ستونزو سره مخ وي، که چېرته په منظم ډول سره د مولیو له استعمال څخه ګټه واخلي ستونزه یې حل موندلی شي.

  • د مولیو په جوړښت کې فولک اسید هم موندل کېږي چې دفاعي ییستم ته پیاوړتیا ورکوي او د سرطان مخنیوی کوي.

  • هغه کسان چې د ساه اړوند ستونزې لري، د مولیو منظم استعمال ورته ګټور وي.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …