کورپاڼه / ليکنې / انسان د عمر په کومه برخه کې پخپل ځان ډېر باوري وي؟

انسان د عمر په کومه برخه کې پخپل ځان ډېر باوري وي؟

ډېری خلک په دې نظر دی چې په یو انسان کې د خود اعتمادۍ یا په ځان د باور لرلو وړتیا له شل کلنۍ وروسته وده کوي. خو د سویټزرلینډ د برن د پوهنتون څېړونکو بیا ددې خبرې تعین کړی، چې یو انسان په کوم عمر کې ډېر پخپل ځان باور لري او د خوښۍ خبره خو یې داده، چې پخپل ځان د باور لرلو عروج له شل کلنۍ وروسته پیل کېږي.

د Psychological Bulletin په ژورنال کې د خپرې شوې څېړنې له مخې پر ۱۹۱ لیکنو تجزیه ترسره شوې، چې یو لکو پنځه شپېته زرو کسانو پکې برخه اخیستې وه. د څېړونکو د وینا له مخې ویل کېږي چې یو انسان له یوولس کلنۍ څخه پنځلس کلنۍ پورې پخپل ځان ډېر باور پیدا کوي یا یې هم پخپل ځان باور ډېرېږي.

څېړونکو موندلې چې د یو انسان په منځني عمر کې یو ځل بیا پخپل ځان د باور کولو سطحه ډېروالی پیدا کوي او په شپېته کلنۍ کې یې بیا دغه سطحه تر عروجه پورې رسېږي، خو ځینې کسان بیا له اویا څخه تر اتیا

کلنۍ پورې پخپل ځان باوري وي.

څېړونکي زیاتوي چې د عمر په ډېرېدو سره په یو انسان کې پخپل د باور لرلو سطحه ډېروالی مومي. په څېړنه کې ګډون کوونکي لیکوال او برن پوهنتون استاد الرچ ارت وایي، چې د عمر په ډېرېدو او د کردارونو پخ بدلېدو سره پخپل د باور لرلو په سطحه کې کموالی رامنځته کېږي. دغه راز د عمر په ډېرېدو سربېره د وظیفې پرېښودل یا تقاعد هم په ځان د باور لرو سطحه له خطر سره مخ کوي.

نوموړی وایې که څه هم په زړښت کې پخپل د باور لرلو په سطحه کې کمښت یوه خپه کوونکې کړنه ده، خو باید یادونه وکړم چې دغه کمښت په ډېره کمه اندازه وي. دغه راز دی وایې چې په ډېر شمېر خلک تر ۹۰ لسیزې پورې پخپل ځان باور لرلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځه او خاوند

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …