کورپاڼه / روغتيا / دا ډول ورزش مو د وینې لوړ فشار کمولی شي

دا ډول ورزش مو د وینې لوړ فشار کمولی شي

د وینې د لوړ فشار لرونکي خلک دي متوجې اوسي، ځکه چې اوسمهال روغتیایي پوهانو ټینګار کړی، چې د وینې د لوړ فشار د برابرولو لپاره د بدن غړو ته حرکت ورکول، له قدم وهنې او منډې وهنې څخه ډېر اغېزمن ثابتېدلی شي.

د روغتیایي کارپوهانو د وینا له مخې ویل کېږي، چې د قدم وهنې او منډې وهنې سربېره باید د بدن غړو ته هم حرکت ورکړل شي، چې دې ډول کړنې ته Stretching ویل کېږي او د یوګا په څېر پکې مختلف اندازونه اختیارېږي.

ذکر شوې د کاناډا د سسکواچین د پوهنتون د انساني حرکتونو د کارپوه فل چایلي بیک لخوا ترسره شوې، نوموړی وایي چې د بدن د غړو خورول او بیا په بېرته راټولو سره د بدن په مختلفو برخو لوی رګونه هم راټولوي او په دې کړنې سره د انسان د بدن رګونه لا ښه والی مومي، چې بیا د وینې په دوران کې هم تېزي رامنځته کېږي او په نتیجه کې د وینې په لوړ فشار اغېزې پرېباسي او په کمولو کې ګټور تمامېږي.

ویل کېږي چې په دې څېړنه کې په اوسط ډول ۶۱ کلن نارینه او ښځینه تر څېړنې نېولي، په دوو ډلو یې ویشلي او له دې موخې یې ناخبره ساتلي ول، چې بیا یې یوې ډلې ته په اوونۍ کې پنځه ځلې د دیرشو دقیقو لپاره د بدن غړو ته د حرکت ورکولو یاهم د Stretching لارښوونه وکړه او دویمې ډلې ته یې یوازې د قدم وهنې وویل او په دې مرحله کې یې د ګډون کوونکو اشخاص د فشار اندازه په مختلفو وختونو کې وکتله او په پایله ترې څرګنده شوه چې د بدن غړو ته حرکت ورکونه یا Stretching ډېر ګټور و او د قدم وهنې څخه زیات اغېزمن تمام شو.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …