کورپاڼه / جالب / میرمنې ولې خپلې پوزې او غوږونه سوري کوي، ګټې یې کومې دي؟

میرمنې ولې خپلې پوزې او غوږونه سوري کوي، ګټې یې کومې دي؟

په ختیځو هیوادونو د ښځو پوزې او غوږونه سوري کول یو ډېر لرغونی دود یا روایت ګڼل کېږي، چې زیاتره کورنۍ یې د خپلو انجونو لپاره له واده څخه دمخه سوري کول اړین ګڼي. خو اوسمهال یې د ټولې نړۍ ښځې او انجونې خپلې پوزې او غوږونه د فیشن یا سټایل په ډول سره سوري کوي، خو که چېرته وکتل شي نو د پوزې او غوږونو سوري کول یو لړ ګټې هم لري، چې ډېری میرمنې ورځنې ناخبره دي او یا یې هم په اړه ډېرې کمې پوهېږي. نو راځئ چې نن ورځ په دې پوه شو چې د پوزې او د غوږونو د سوري کولو ګټې څه دي او کومې ګټې ورځنې ترلاسه کولی شو؟

– په کوچني عمر کې د ماشومانو پوزې او غوږونه سوري کول، د دوی په دماغي ودې یا نشوو نما کې مرستندویه تمامېږي. ویل کېږي چې د غوږ په نرمو کې د میراډاین په نوم یوه نکته شتون لري، چې په همدې نکتې سره سوری کول دماغ متحرک ساتي او د وینې په دوران کې تېزوالی رامنځته کوي.

  • د غوږ د نرمۍ په منځنۍ برخه کې سوری کول د ښځو په تولیدي روغتیا مثبتې اغېزې پرېباسي.

  • په نارینه وو کې د غوږ سوري کول د دوی انټي باډیان ډېروي او د بدن د پیاوړتیا سبب یې کېږي.

  • په ښځو کې د غوږ سوري کول د دوی د نظر په تېزولو او ښه کولو کې ګټور تمامېږي. دغه راز په کوم ځای کې چې غوږ سوری کېږي په اړه یې ویل کېږي چې د فشار په کمولو کې اغېزمن تمامېږي.

  • ویل کېږي چې د غوږ په سوري کولو سره د اورېدلو په حس کې ښه والی رامنځته کېږي.

  • د غوږ او پوزې په سوري کولو د انرژۍ د مصرفولو عمل درېږي او تر ډېره پورې یې د بدن انرژي ساتل کېږي. چې په بهرنیو هیوادونو کې ډېری مور او پلار بیا په همدې موخه د خپل ماشومانو غوږونه او پوزې سورۍ کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

په پاکستان کې یوه واده شوې ښځه د نکاح له پاسه نکاح ته اړ ایستل شوې

د پاکستان د کند کوټ په تنګواني سیمې کې یوه واده کړې ښځه چې مخکې …