کورپاڼه / روغتيا / وچه الوبخاره د هډوکو د پیاوړتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي

وچه الوبخاره د هډوکو د پیاوړتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي

وچه الوبخاره د خپل تروش او خوږ خوند په سبب د ډېرو خلکو د خوښې مېوه ګڼل کېږي، چې په زیاتو خوراکي توکو کې د خوند لپاره هم استعمالېږي. روغتیایي کارپوهان وایي چې الوبخاره پخپل جوړښت کې ډېرې روغتیایي ګټې لري، خو که چېرته ذکر شوې مېوه لومړی وچه او بیا استعمال شي، نو د ډېر سرطاني ناروغیو په ځانګړي ډول د کولمو د سرطان لپاره ګټوره تمامېږي.

سربېره پردې چې الوبخاره د ښه حوند لرونکي ده، په جوړښت مې په زیاته اندازه ویټامین کی، اوسپنه، پوتاشیم او بیټاکیروټین هم شتون لري. ویل کېږي چې د وچې الوبخاره جوس په بدن کې د اوسپنې کمښت پوره کوي. د اوسپنې د کمښت په نتیجه کې د وینې سره کرویات له کمښت سره مخ کېږي، چې د اینیمیا ناروغي یا د اوسپنې د کموالي سبب ګرځي.

د الوبخاره د جوسو نیمه پیاله بدن ته درې ملي ګرامه اوسپنه ورکولی شي او په همدې ډول د اوسپنې د کمښت ستونزې حلوي. دغه راز د فایبرو شتون یې د کولمو فعالیتونه ښه کوي او د قبض په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي.

ویل کېږي چې په یوه الوبخاره کې یو ګرام فایبر شتون لري، چې دغه اندازه د بدن لپاره مناسبه وي او د الوبخاره په جوړښت کې د ځینو نورو توکو شتون د هضم اړوند ستونزو ته اغېزمن تمامېږي.

وچه الوبخاره چې د پوتاشیمو لرونکې هم وي د زړه فعالیتونه ښه کوي او په اړوند ناروغیو کې اغېزمن رول لوبوي. دغه د پوتاشیمو په استعمال د وینې لوړ فشار کنټرول مومي او زړه د ناروغیو، د زړه حملې او د فلج په څېر د خطرناکو ناروغیو خطر کموي. بله خوا ویل کېږي چې د الوبخاره په استعمال سره د بدن پوتاشیم پوره کېږي او ویټامین ای ورځنې لاسته راځي، چې هډوکو ته پیاوړتیا ورکوي او د ویښتانو او پوستکي په ښکلا کې ګټوره تمامېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مرخېړیو نورې حیرانوونکې روغتیایي ګټې هم وموندل شوې

که څه هم مرخېړي د اړینو غذایي توکو درلودونکې دي، خو ډېر خلک ورته پام …