کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د پبجي PUBG اتلولۍ خپلونکي ته به ٢ ميليونه ډالر په انعام کې ورکړل شي
پبجي

د پبجي PUBG اتلولۍ خپلونکي ته به ٢ ميليونه ډالر په انعام کې ورکړل شي

په ځيرک موبايل او کمپيوټر کې د کېدونکي ګېم يا لوبې پبجي PUBG اتلولۍ خپلونکي ته د انعام په توګه ٢ ميليونه امريکايي ډالر ورکول کېږي، چې دا سيالۍ به په دوبۍ کې ترسره شي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، پبجي د نړيوالې اتلولۍ (پي اي جي سي) اعلان کړى دى، چې په دې کې به ١٦ لوبډلې برخې واخلي او د ٢١ څخه تر ٢٤ جنورۍ پورې به په دوبۍ کې ترسره شي.

د دوبۍ د سپورټس ادارې او د سياحت محکمې په ګډه د دې اتلوليو پروګرام راجوړ کړى دى، چې د نړۍ غوره ١٦ ټيمونه به پکې ګډون وکړي.

په راپور کې ويل شوي دي، هره لوبډله چې اتلولي خپله کړي، په انعام کې به ورته ٢ ميليونه امريکايي ډالر ورکړل شي.

د پي ايم جي سي پايلوبې به د يوټيوب او فېسبوک په ګډون په بېلا بېلو ټولنيزو رسنيو او ټلويزيونونو کې وښودل شي. په دې سياليو کې چې کوم ١٦ ټيمونه برخه اخلي، په هغې کې فور اينګري مينز، بيګرټرن ريډ ايلينز، ار ار کيو اتينا، کونينا پاور، کلاس ډيجيټل اتيليټکس، سيکريټ جن، فوټباليسټ، نووا ايکس کيو ايف، پاور ٨٨٨ کى پي ايس، ابرپټ سليرز، الفاسيو اي سپورټس، نيټس ونسري، ايرولف لميکس، ټيم سيکريټ او اې ١ سپورټس شامل دي.

د دې اتلولۍ ټولې لوبې به د تماشچيانو پرته له افلاين بڼه ترسره شي، خو وروسته به يې ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شي.

د يادولو وړ ده چې پبجي د نړۍ څلورم ګېم يا لوبه ده، چې ډېر کاروونکي يا لوبغاړي لري، د دې ګېم يا لوبې د لوبغاړو شمېر له ٧٥٠ ميليونو څخه پورته شوى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

چین ترټولو ارزان بیه بریښنایې موټر؛ د ټیسلا شرکت موټر یې شاته پرېښود

د چینایي شرکت له لورې تیار شوی ارزانه بیه خو معیاري موټر د نړۍ د …