په نړۍ کې په لومړي ځل يو داسې ښار جوړ شوى دى، چې په سمندر کې يا د اوبو دپاسه ګرځي، چې اوس پکې د کورونو د خرڅلاو چارې هم پيل شوې.
د مېل انلاين د راپور په وېنا، د غرب الهند په جزيرو کې جوړ شوي دې ښار ته د (بليو سټېټ ايلېنډ) نوم ورکړل شوى دى، چې د کورونو خرڅول هم پکې پيل شوي دي.
په دې ښار کې د يو کوچني کور بيه ٢٥ زره ډالر ده او د لور کور بيه پکې بيا يو نيم ميليارده امريکايي ډالرو پورې ده.
په راپور کې ويل شوي دي، چې دا ښار ٤٩٢١ فوټه اوږد او ٣٢٨٠ فوټه پلن دى، چې پکې ١٥ زره کسان ژوند کولاى شي.
که څه هم له اوسه د دې ښار د کورونو خرڅول پيل شوي دي، خو د رغونې کارونه به په ٢٠٢٢ کال کې پيل شي او تر ٢٠٢٥ کال پورې به يې کارونه بشپړ شي، خو په ٢٠٢٣ کال کې به کورونو د هغوى مالکانو ته وسپارل شي.