کورپاڼه / ريکارډونه / هغه توپوهونکي چې په لومړنۍ نړيواله لوبه کې يې ډېرې منډې کړي
ډيسمونډ هاينيس، رحمان الله ګربز او کولن انګرام

هغه توپوهونکي چې په لومړنۍ نړيواله لوبه کې يې ډېرې منډې کړي

د هر کرکټر لپاره په نړيوالو لوبو کې لوبېدل يو ارمان وي او بيا ځينې لوبغاړي داسې راشي، چې په خپله لومړنۍ نړيواله لوبه کې کارنامه وکړي او په نړيوال کرکټ کې ځان ته ځاى جوړ کړي.

په همدې ليسټ کې د افغانستان رحمان الله ګربز هم شامل شو، چې په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې سليزه ووهله او ستره کارنامه يې ترسره کړه.

نوموړى د افغانستان لومړنى توپوهونکى شو چې په لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې سليزه ووهله.

دلته ستاسې سره د هغه لوبغاړو معلومات شريکوو، چې په خپلو لومړنيو نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې زياتې منډې ترلاسه کړې دي.

ډيسمونډ هاينيس

د ويسټ انډيز ډيسمونډ هاينيس هغه توپوهونکى دى چې په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې زياتې منډې ترلاسه کړې دي او د ٤٣ کلونو تېرېدو وروسته هم د هغه دا ريکارډ چا مات نه کړ.

نوموړي په ١٩٧٨ کال کې د فبرورۍ په ٢٢مه نېټه د اسټراليا پر وړاندې په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ١٤٨ منډې وکړې او دا ستر ريکارډ يې په خپل نوم کړ.

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز د ايرلېنډ پر وړاندې د جنورۍ په ٢١مه نېټه تازه په هغه توپوهونکو کې شامل شو چې په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې سليزه ووهله.

خو نوموړي بيا په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې دويمې زياتې منډې ترلاسه کړې، هغه د ايرلېنډ پر وړاندې ١٢٧ منډې وکړې او دا ستر ريکارډ يې جوړ کړ.

کولن انګرام

د سويلي افريقا کولن انګرم بيا په ٢٠١٠ کال کې د زمبابوې پر وړاندې خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړې وه او سليزه يې وهلې وه.

نوموړي په دې لوبه کې ١٢٤ منډې کړې وې، چې دريمې زياتې منډې دي.

مارک چپمن

د هانګ کانګ توپوهونکي مارک چپمن بيا د متحده عربي اماراتو پر وړاندې دا کارنامه ترسره کړه. نوموړي په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ١٢٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دا لوبه د ٢٠١٥ کال د نومبر په ١٦مه نېټه ترسره شوې وه.

مارټن ګوپټيل

د نيوزيلېنډ مارټين ګوپټيل بيا پنځم هغه توپوهونکى دى چې په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې زياتې منډې ترلاسه کړې دي.

نوموړي په ٢٠٠٩ کال کې د جنورۍ په ١٠مه نېټه د ويسټ انډيز پر وړاندې خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه او د ١٢٢ منډو ناسوځېدلې توپوهنه يې ترسره کړه.

د يادولو وړ ده چې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو په لړ کې تراوسه پورې ١٦ توپوهونکي داسې دي، چې هغوى په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې سليزې وهلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان ١٢م توپوهونکى شو چې د افغانستان لپاره يې ١٠٠٠ منډې وکړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى نه يوازې دا چې په توپ …