د باليووډ سينما د مشهورې اداکارې کترينه کېف خور ايزابيل کېف هم په فلمي نړۍ کې قدم کېښود او د خپل لومړني فلم يو عکس يې په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړ.
دا فلم چې (سسواګتم خوش آمديد) نومېږي، د ايزابيل کېف سره پکې پلکټ سمراټ کار کړى دى.
View this post on Instagram
ايزابيل کېف په ټولنيزو رسنيو کې د خپل دې فلم يو عکس خپور کړى دى او خلکو ته يې ويلي دي، چې ډېر ژر به له تاسې سره ووينم.
په دې فلم کې پلکټ سمراټ د ډيلي اوسېدونکي کردار لوبوي او ايزابيل کېف پکې بيا د اګره اوسېدونکې نجلۍ کردار لوبوي، چې ويل کېږي د بېلا بېلو کلتورونو د يو ځاى کېدو په تړاو پېغام پکې ورکړل شوى دى.
که څه هم تراوسه پورې دا نه دي ويل شوي، چې دا فلم به کله نندارې ته وړاندې شي، خو د باليووډ فلمونو مشهورو هنرمندانو، لکه سلمان خان، کترينه کېف او نورو ايزابيل کېف ته په لومړي فلم کې د کار کولو مبارکي ورکړې ده او د هغې لپاره يې د نېکې هيلې هم څرګندې کړې دي.
سلمان خان د ايزابيل کېف او پلکټ سمراټ د فلم دا عکس په خپل انسټاګرام اکاونټ کې خپور کړى دى او د دواړو ستاينه يې کړې ده. د هغه له لوري خپور شوى عکس تر يو ميليون زياتو کسانو خوښ کړى دى.
View this post on Instagram