د بنګله دېش لوبډلې په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې هم په ډېرې اسانۍ سره د ويسټ انډيز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.
د ويسټ انډيز او بنګله دېش ترمنځ دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه په ډهاکه کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ويسټ انډيز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
ويسټ انډيز په ٤٣.٤ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٤٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې رومان پاويل ٤١، کيورن اوټلي ٢٤ او نکروماه بونر ٢٠ منډې وکړې.
د بنګله دېش له لوري مهدي حسن ښه توپ اچونه ترسره کړه او ٤ ويکټې يې ترلاسه کړې، مستفيظ الرحمان او شکېب الحسن ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د ١٤٩ منډو هدف بنګله دېش په ٣٣.٢ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، چې د ٧ ويکټو په توپير يې ويسټ انډيز ته په دويمه لوبه کې هم ماتې ورکړه.
د دوى له لوري تميم اقبال ٥٠، شکېب الحسن ٤٣ ناسوځېدلې او ليتون داس ٢٢ منډې وکړې.
د ويسټ انډيز له لوري رېمون ريفر، جېسن محمد او اکيل حسين ١-١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه مهدي حسن ترلاسه کړه.
د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ دويمه لوبه کې هم بنګله دېش بريا خپله کړه او د ٢-٠ سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.
د بنګله دېش او ويسټ انډيز ترمنځ به دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د جنورۍ په ٢٥مه نېټه په چټوګرام کې ترسره شي.