کورپاڼه / روغتيا / آیا د اوربشو د اوبو له حیرانوونکو ګټو خبر یئ؟

آیا د اوربشو د اوبو له حیرانوونکو ګټو خبر یئ؟

تاریخپوهان وایي چې اوربشې د نړۍ د لومړنیو غلو دانو څخه دي، چې تقریباً د لسو زرو کلونو راهیسې کرل کېږي او اوسمهال هم د نړۍ پنځم لوی فصل ګڼل کېږي، چې په ټوله نړۍ کې کرل کېږي او د ډېرو ګټو لرونکي هم دي. اوربشې د خوراک په ډول په بېلابېلو طریقو سره استعمالېږي، خو بله خوا ویل کېږي چې د اوربشو اوبه هم زموږ د روغتیا لپاره له غوره څښاکو څخه دي، نو راځئ چې نن ورځ د ګټو په داسې لیکنه ولولو.

د اوربشو اوبه د څښاکو بادشاه ګڼل کېږي او په جوړښت کې یې د نیوټریشین سربېره د سلوبل او نان سلوبل د فایبرو اندازه هم ډېره ده او په ګڼ شمېر منرالونه لکه کلسیم، اوسپنه، میګنیزیم، زنک او کاپر هم لري. دغه راز د ډېرو ویټامینونو، انټي اکسایدو او پایتو کیمیکلو درلودونکي اوبه هم دي، چې د زړه په ګډون د شکر ناروغیو ته هم ګټورې تمامېږي.

له بدن څخه اضافي توکي خارجوي:

ویل کېږي که چېرته د اوربشو اوبه په ورځني ډول سره استعمال شي، زموږ له بدن څخه اضافي توکي خارجوي او د کولمو د پاکوالي سبب کېږي.

د هضم په مرحله کې ښه والی راولي:

د اوربشو د اوبو په جوړښت سلوبل او د نان سلوبل فایبر د هضم په مرحله کې ښه والي او د فاصله موادو په ایستلو کې مهم رول لوبوي.

وزن کموي:

ویل کېږي چې د اوربشو د اوبو فایبر د لوږې احساس کموي، چې بیا زموږ بدن اضافي وازده اوبه کوي او په همدې ډول مو وزن کمېږي.

د وینې کلیسټرول او شکر کنټرولوي:

ویل کېږي چې د اوربشو په جوړښت کې د فایبرو او بیټا ګلوکینو شتون د وینې کلیسټزول کموي او د شکر د دویم ډول ناروغانو لپاره ګټور وي.

ژور خپګان له منځه وړي:

ویل کېږي چې د اوربشو اوبه د هغه هورمون په کنټرول کې مرستندویه تمامېږي، چې د ژور خپګان د رامنځته کېدو سبب کېږي.

دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ور کوي:

ویل کېږي که چېرته په ورځني ډول د اوربشو اوبه د خپلو خوراکي توکو برخه وګرځوو، نو پکې موجود غذایي توکي یې زموږ د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

هډوکو او غاښونو قوي کوي:

ویل کېږي چې د اوربشو ویټامینونه او منرالونه زموږ د غاښونو او هډوکو د قوت سبب کېږي.

د امیندوارو میرمنو لپاره:

ویل کېږي چې د اوربشو اوبه د امیندوارو میرمنو لپاره ډېر ګټور وي او د هضم په ګډون یې په طبیعت کې هم ښه والی رامنځته کوي.

د پوستکي لپاره ګټور وي:

ویل کېږي چې د اوربشو په اوبو کې د زنک شتون د زخم په ښه کولو کې ګټور وي. دغه راز د اوربشو په جوړښت کې د ځینو نورو توکو شتون هم د پوستکي د ښکلا سبب کېږي.

د ویښتانو لپاره ګټور وي:

لکه څنګه چې د اوربشو په اوبو کې اوسپنه او کاپر شتون لري، چې بیا د وینې اړوند ستونزې حل کوي او په همدې ډول د ویښتانو د توییدو ستونزه حل مومي.

د اوربشو د اوبو د جوړولو طریقه:

د اوربشو په پنځه برابره اوبه به راواخلئ او اوربشې به ور پکې لندې کړئ او تر هغې یې پکې وایشوئ ترڅو درې برابره یې پاتې شي او بیا یې استعمال کړئ. دغه راز بله طریقه یې دادی چې د اوربشو پنځلس برابره اوبه به راواخلئ او اوربشې به ورپکې تر هغې وایشوئ ترڅو ۶۶.۷ سلنه پاتې شي او بیا یې استعمال کړئ.

دا هم ولولئ

په منځني عمر کې د وینې لوړ فشار دماغ کمزوري کوي

استرالیایي روغتیاپالانو له دولس کاله څېړنو وروسته موندلې ده، چې له ۲۰-۲۵ کلنو کسانو کې …