ویل کېږي چې د هندوستان د حیدر آباد د ښار په یو جومات کې د ښځینه وو لپاره یو جیم جوړ شوی دی. د ټایمز اف انډیا د یو راپور له مخې چې نن د جمعې په ورځ یې خپور کړی و، ویل کېږي چې دغه جیم د رجندرا نګر په سیمه کې جوړ شوی دی. راپور زیاتوي چې دا لومړی ځل دی، چې په یوه جومات کې نه یوازې دا چې د ښځینه وو لپاره جیم جوړ شوی، بلکي د دوی لپاره یې یو استاد یا ټرینر هم نېولی دی. ویل کېږي د جیم د جوړولو موخه یې په ځینو اوسیدونکو ښځینه کې د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی دی.
راپور وایي چې د ځایي ښځینه وو اوسیدونکو لپاره، ترڅو دوی په ښه او مناسبې طریقې سره ورزش یا بدني فعالیتونه وکړي، یوه ښځینه استاده یا ټرینره هم ورته نېول شوي او د روغتیا په اړه یې د مشورې ورکولو لپاره روغتیایي کارپوهان هم ورته نېولي دي.
د مصطفی په جومات کې دغه جیم د امریکا د غیر دولتي ادارې (Seed) په مالي مرسته جوړ شوی او د ځایي سیمې د یوې ادارې (Helping Hand Foundation) په مرسته کار کوي او د پخواني ښار په ځینو نفوسو د ترسره شوې سروې له مخې جوړ شوی، چې له مخې یې ویل کېدل چې ۵۲ سلنه میرمنې د چاغښت په سبب په خطرناکو ناروغیو اخته شوې وې.
د Helping Hand Foundation مشر مجتبی حسن عسکري وایي، چې په جومات کې د جیم جوړولو بنسټیزه موخه د ناروغیو د خطر پېژندنه، د خوراک او ورزش په اړه مشورې، د ګردو، سترګو او ګردو معاینه کول شامل دي. مجتبی زیاتوي چې پورته ۵۲ سلنه په چاغښت اخته ښځې په شکر، ذهني فشار او د زړه په ناروغیو اخته وې.