کورپاڼه / تجارتي ليګونه / محمد شهزاد ابوظهبي ته لاړ

محمد شهزاد ابوظهبي ته لاړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد په ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ کې د ګډون په موخه نن ابوظهبي ته لاړ.

محمد شهزاد په ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ کې د دکن ګلیډیټرز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې دا سیالۍ به د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه پیل شي.

د یادولو وړ ده چې محمد شهزاد د ایرلېنډ پر وړاندې درې نړیوالو یو ورځنیو لوبو ته نه دی اخیستل شوی او لامل یې دا ښودل شوی، چې هغه له یو کلن بندېز وروسته راستون شوی دی، چې داسې سترو لوبو ته اخیستل ښه نه و.

خو محمد شهزاد بیا تر دې لوبو مخکې په شپږیزه کرکټ لیګ کې لوبېدلی و او له هغه مخکې يې په کابل کې تمریناتي کمپ کې هم ګډون کړی و.

د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، د محمد شهزاد په شمول ۱۳ افغان لوبغاړي ورته د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

کريس ګيل

د کريس ګيل د پرتوګ اغوستلو جالبه ويډيو

د ويسټ انډيز چټک توپوهونکى کريس ګيل، چې د يونيورس باس په نوم پېژندل کېږي، …