کورپاڼه / بېلا بېل / مفتي قوي نه موبایلونه اخیستل شوي او د مازغو علاج يې شروع شوی
مفتي عبدالقوي

مفتي قوي نه موبایلونه اخیستل شوي او د مازغو علاج يې شروع شوی

د پاکستان مشهور او لانجمن مفتي عبدالقوي څخه يې کورنۍ موبایلونه اخیستي دي او د هغه د مازغو درملنه يې پیل کړې ده.

د پاکستان یو خصوصي ټلویزیون “۲۴ نیوز” په خپل یو راپور کې ویلي دي، چې د مفتي قوي تره عبدالواحد ندیم له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي دي چې مفتي قوي د دوی کورنۍ ته ډېر تاوان رسولی، هغهدد شهرت په لټه کې د خلکو په لاسونو کې ولوبېده او بدنام يې کړ.

عبدالواحد ندیم وايي، چې له مفتي قوي نه يې موبایلونه اخیستي دي او د هغه د مازغو درملنه يې پیل کړې ده.

د یادولو وړ ده چې په دې تېرو څو ورځو کې د پاکستان مشهورې ټک ټاک ستورې حریم شاه د مفتي قوي ځینې داسې ویډیوګانې خپرې کړې، چې هغه له حریم شاه غوښتنه کوي چې باید شپه ورسره تېره کړي.

په یوه ویډیو کې چې حریم شاه په انسټاګرام کې خپره کړې ده، مفتي قوي ورته وايي، چې زه درځم او د سهار تر اذانه به ماسره يې او له  اذان وروسته به بیا ځې.

په دې ویډیو کې مفتي قوي ځینې داسې نور کارونه هم کوي، چې د هغه د بدنامۍ سبب شوي دي.

مفتي قوي تر دې مخکې هم د ځینو پاکستاني ښځینه هنرمندانو سره اړیکې لرلې، چې قندیل بلوچ هم د هغوی له ډلې څخه یوه وه. همدا راز هغه د خپلو  ویناوو له لاسه هم ډېر ځله د خلکو  د نیوکو سره مخ شوی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

خره

هند کې د خره غوښه او شيدې په خلکو کې ډېرې مشهورې شوي

د هند د اندراپردېش ايالت په ډېرى ولسواليو کې د خره غوښې خواړه او شيده …