کورپاڼه / خبرونه / محمد شهزاد ګربز ته: موږ ټولو ته دې ویاړ راوبخښه

محمد شهزاد ګربز ته: موږ ټولو ته دې ویاړ راوبخښه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکي او ویکټ ساتونکي محمد شهزاد ځوان او چټک لوبغاړی رحمان الله ګربز ستایلی دی.

رحمان الله ګربز چې تېره ورځ يې د ایرلېنډ پر وړاندې نه هېرېدونکې لوبه ترسره او په خپله لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې سلیزه ووهله، له هر خوا يې ستاینې روانې دي.

اوس تازه د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي محمد شهزاد هم هغه ستایلی دی.

نوموړي په خپل یو ټویټ کې ګربز ته لیکلي دي، چې ډېره ښه لوبه دې وکړه او موږ ټولو ته دې ویاړ راوبخښه. هغه زیاتوي، همداسې نور هم وځلېږې.


د یادولو وړ ده چې محمد شهزاد د ایرلېنډ پر وړاندې سیالیو کې نه دی اخیستل شوی او د هغه پر ځای رحمان الله ګربز ویکټ ساتنه او پیلیزه توپوهنه ترسره کوي.

رحمان الله ګربز په خپله لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې ۱۲۷ منډې وکړې، چې لومړنی افغان توپوهونکی شو چې په لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې یې زیاتې منډې وکړې او په نړیواله کچه بیا دویم توپوهونکی شو چې لومړنۍ لوبه کې یې زیاتې منډې ترلاسه کړې.

همدا راز د نړۍ لومړنی توپوهونکی شو، چې په لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې يې تر نورو زیاتې ۹ شپږیزې ووهلې.

د یادولو وړ ده چې محمد شهزاد که څه هم ملي لوبډله کې نه دی اخیستل شوی، خو هغه نن ابوظهبي ته لاړ، چې هلته به په ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ کې د دکن ګلیډیټرز لوبډلې لپاره ولوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

مجيب الرحمان او اکشر پټيل

مجيب الرحمان هم د اکشر پټيل د توپ اچونې ستاينه وکړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکي اکشر پټيل د انګلستان پر وړاندې په دريمه …