کورپاڼه / روغتيا / آیا د سر، ورمېږ او د اوږو د درد سبب خو به مو ځیرک موبایل نه وي؟

آیا د سر، ورمېږ او د اوږو د درد سبب خو به مو ځیرک موبایل نه وي؟

روغتیایې کارپوهان وایي چې د ځیرکو موبایلونو ډېر استعمال د هر عمر لرونکي خلک له Text Neck Syndrome له ستونزو سره مخ کوي. روغتیایي کارپوهان د ځیرکو موبایلونو د استعمال د زیانونو په اړه وایي، چې د Text Neck Syndrome د سطحې د ډېرېدل یو لامل دا دی چې زیاتره وخت د موبایل د استعمال په نتیجه کې ورمېږ ښکته کېږي، چې بیا د ذکر شوې ستونزې د ډېرېدو سبب ګرځي.

د ورمېږ طبیعي ساتنه داسې وي، چې باید غوږونه د اوږو مطابق وساتل شي، خو کله چې موبایل استعمالوو، نو د ورمېږ په عضلو مو فشار پرېوځي چې بیا یې د سوخت لامل کېږي.

روغتیایې کارپوهان زیاتوي، چې ددې فشار په سبب بیا د سر، سترګو، اوږو، ورمېږ، د ملا د تیر او د ځینو نورو غړو د درد سبب ګرځي. دغه راز روغتیایي کارپوهان یې د مخنیوي په اړه وایي، که غواړئ چې له ذکر شوو ستونزو څخه وژغورل شئ، نو په یو ټاکلي وخت موبایل استعمال کړئ او د شپې پرمهال یې تر ډېره پورې استعمال د بې خوبۍ ستونزې هم رامنځته کوي.

بله خوا ویل کېږي چې د مخنیوي لپاره یې باید هڅه وشي، ترڅو موبایل د سترګو په اندازه ونیول شي او ورمېږ مې ټیټ یا ښکته نه شي. له هر نیم ساعت وروسته وقفه واخیستل او ورمېر ته حرکت ورکړل شي. دغه راز په ولاړ باید استعمال نه شي ځکه چې په ولاړ سره په ورمېږ ډېر فشار پرېوځي.

Loading...

دا هم ولولئ

هره ورځ دوه ځلې مېوې او درې ځلې سابه وخورئ او له ناروغیو ځان وساتئ

د مېوو او سبو د بې شمېره ګټو په اړه خو موږ ټول پوهېږو، خو …