کورپاڼه / بېلا بېل / کنګینه؛ چې تر ۶ میاشتو پورې پکې انګور تازه ساتل کېږي

کنګینه؛ چې تر ۶ میاشتو پورې پکې انګور تازه ساتل کېږي

افغانستان د نړۍ د ښو او غوره انګورو لپاره پېژندل کېږي، خو د انګورو د ساتلو وسایلو نه شتون له امله تر ډېره پورې په کنګینه کې انګور ساتل کېږي.

کنګینه د انګورو ساتلو لپاره یوه داسې لار ده، چې د ۶ میاشتو پورې پکې تازه انګور ساتل کېدای شي او دا په دې ډول په هېواد کې له لسیزو راهیسې انګور ساتل کېږي.

د ژمي په موسم کې چې انګور نه وي، نو د کنګینې انګور د انګورو شوقیانو لپاره ډېر ښه بندوبست دی او دوی په ګرانه بیه هم دا انګور اخلي.

کنګینه له خټې څخه جوړېږي، چې د انګورو يو زنګوری پکې ایښودل کېږي او له هغې څخه خرابې دانې لیرې کېږي، تر څو نور انګور خراب نه کړي، بیا کنګینه وچېدو ته ایښودل کېږي او دا انګور تر ۶ میاشتو پورې تازه وي.

د انګورو په کنګینه کې د ساتلو یو کارکوونکی عبدالمنان وايي، چې دوی شاوخوا یو کیلو انګور، چې هېڅ خرابه دانه ونه لري په کنګینه کې بندوي او د دې خوند هم نه خرابېږي، بلکې بېخي د تازه انګورو په څېر خوند لري

Loading...

دا هم ولولئ

خره

هند کې د خره غوښه او شيدې په خلکو کې ډېرې مشهورې شوي

د هند د اندراپردېش ايالت په ډېرى ولسواليو کې د خره غوښې خواړه او شيده …