کورپاڼه / اسلام / د قرانکریم د تلاوت پر وخت نیتونه، دویمه برخه
قرآن

د قرانکریم د تلاوت پر وخت نیتونه، دویمه برخه

  • د قران کریم د تلاوت پر وخت به مو نیت دا وي، چې زموږ د روحي او بدني مرضونو ته شفا ور وبخښل شي اړ د الله تعالی د رحمت سبب وګرځي، لکه څنګه چې الله تعالی ارشاد فرمایي: (وننزل من القرآن ما هو شفاء ورحمة) ژباړه: موږ قران کریم نازل کړو، چې هم شفا او هم رحمت.

  • د قران د تلاوت مقصد به مو دا وي چې زموږ زړونه سکون او اطمینان ترلاسه کړي، ځکه چې د الله تعالی په ذکر سره زړونه ته سکون ور په برخه کېږي (ألا بذكر الله تطمئن القلوب)

  • د قران کریم د تلاوت پر وخت به مو نیت دا وي، چې زموږ زړونه ته ژوند او سترګو ته مو ړنا ورکړي او زموږ د درد او غم دوا وګرځي، ځکه چې قران کریم د مسلمانانو لپاره د پسرلي په څېر دی یا لکه څنګه چې د ځمکې لپاره باران وي. ځکه خو رسول الله صلی علیه وسلم دعا کوي: (أن تجعل القرآن ربيع قلبي ونور صدري ونور بصري جلاء حزني وذهاب همي) ژباړه: یا الله! ته قران مو د زړه لپاره پسرلی، د سینې لپاره، د غم لېرې کوونکی او د خپګان ختموونکی وګرځوې.

  • د قران کریم د تلاوت پر وخت به مو نیت دا وي، چې قران مو د هدایت سبب وګرځي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: (ذلك الكتاب لا ريب فيه هدى للمتقين) ژباړه: دا هغه کتاب دی چې هیڅ شک پکې نشته او د پرهیزګارانو لپاره هدایت دی. بل ځای په یو حدیث قدسي کې راځي: (ياعبادي كلكم ضال آلا من هديته فاستهدوني أهدكم) ژباړه: آیا زما بنده ګانو! تاسې ټول ګمراهان یئ، پرته له هغه چې زه ورته هدایت وکړم، نو تاسې له ما هدایت وغواړئ، زه به هدایت در کړم.

  • د قران تلاوت په دې نیت سره وکړئ، چې زموږ اخره خاتمه پر قران واوسي، لکه څنګه چې الله تعالی عثمان رضي الله عنه ته د قران کریم د تلاوت پر وخت د شهادت لوړه درجه وکړه.

Loading...

دا هم ولولئ

موږ ولې د لمانځه پرمهال التحیات الله لولو؟

د هر مسلمان لپاره د لمانځه پرمهال په قعده کې د ځینو ځانګړو الفاظو د …