کورپاڼه / خپلواک / حمدالله محب راشد او اصغر ته: هر راز ملاتړ مو کوو
راشد خان، حمدالله محب او اصغر افغان

حمدالله محب راشد او اصغر ته: هر راز ملاتړ مو کوو

خپلواک وېبپاڼه (۲۰ اکتوبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان او مرستیال لوبډلمشر اصغر افغان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره لیدنه ترسره کړې ده.

د ملي امنیت شورا له دفتره په خپاره شوي خبر کې ویل شوي، چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو راشد خان او اصغر افغان سره وکتل.

دا لیدنه پرون ترسره شوې ده، چې د ملي امنیت شورا دفتر يې ماسخوتن ناوخته انځورونه خپاره کړي دي.

په دغه لیدنه کې حمدالله محب له لوبغاړو مننه کړې، چې د هېواد ښکلی او ویاړلی بېرغ يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې رپولی او ویاړونه يې ګټلي.

همدا راز حمدالله محب لوبغاړو ته د حکومت د هر راز ملاتړ ډاډ هم ورکړ.

د یادولو ده چې تر دې مخکې راشد خان د کورنیو چارو وزارت ارشد امنيتي معین جنرال خوشحال سعادت سره هم ناسته کړې وه، چې انځور يې په ټولنیزو رسنیو ډېر لاس په لاس شوی و، خو دواړو د انځور په تړاو هېڅ هم نه و ويلي.

یاده دې وي چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې راشد خان د بند امیر ښامارانو او اصغر افغان د کابل بازانو لوبډلمشران و. د اصغر کابل بازان په دویمه کوالیفایر لوبه کې د راشد خان بند امیر ښامارانو مات کړل، همدا راز په پایلوبه کې بیا د محمد نبي مس عینک اتلانو د بند امیر ښامارانو ته ماته ورکړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …