کورپاڼه / ليکنې / څنګه کولی شو چې له خپلو بدو یا ناوړه عادتونو څخه ځان وژغورو؟
ښځه

څنګه کولی شو چې له خپلو بدو یا ناوړه عادتونو څخه ځان وژغورو؟

ویل کېږي چې په هر انسان کې ځینې بد یا ناوړه عادتونه وي، چې ژغورل ورځنې غواړي، خو ډېری خلک یې بیا په بدلولو کې بریا نه شي ترلاسه کولی. شاید تاسې حس کړي، چې باید فیسبوک یا انټرنیټ ته لږ وخت ورکړئ یا ډېر ځلې به مو د سګریټ پرېښودلو نیت کړی وي یاهم کله چې د ورزش په اړه فکر کوئ، نو سمدستي مو په ستړیا کې ډېروالی راځي او په همدې سبب یې نه شئ پیلولی. نن په همدې اړه د سیدتي اخبار څخه یو څو طریقې رااخلو ترڅو وکولی شو، چې خپل بد یا ناوړه عادوتونه بدل کړو.

فکر وکړئ چې تاسې بدلېږئ:

په فکر کولو سره ستاسې دماغ تمرین کوي او په داسې حالاتو کې ستاسې کار اسانوي، نو د همدې لپاره هره ورځ لږ وخت پخپلو بدو یا ناوړو عادتونو فکر وکړئ، ښه خواړه وخورئ او په ورځني ډول خپل سوچونه ښه کړئ. کله چې ښو فکرونو مو په دماغو کې ځای جوړ کړو، نو بیا مو همدا خیالي فکرونه په حقیقت بدلېږي.

د لیکلو عادت خپل کړئ:

ارواپوهان وایې چې لیکل شوې خبرې هر وخت د انسان په ذهن کې وي، چې بیا یې د هدف په ترلاسه کولو کې مرستندویه تمامېږي. نو د همدې لپاره تاسې چې هره اراده لرئ، و یې لیکئ او په ورځ کې یې دوه ځلې ولولئ او له ناوړه اغېزو ځان وساتئ.

ملګري پیدا کړئ:

د یو ملګري یا دوست سره په کار کولو سره ستاسې ناوړه عادتونه له منځه ځي او د مثبتو فکرونه په رامنځته کولو کې مو مرستندویه تمامېږي. یعنې د ملګري ترمخ ځواب ورکوونکي اوسېدل، تاسې سمې لارې ته برابروي.

خپل ځان ته په بشپړه توګه وخت ورکړئ:

ډېر به مو اورېدلي وي چې د ناوړه عادتونو د پرېښودلو لپاره ۲۸ ورځو ته اړتیا وي، خو دا خبره بالکل دروغ ده ځکه چې د ناوړه عادتونو پرېښودل ستونزمن وي، خو ځینې خلک په ۲۸ ورځو کې ښه عادتونه پیلولی شي.

خپل سلوک او رویه وګورئ:

ستاسې په ذهن کې منفي سوچونه ستاسې په کړنو سختې اغېزې پرېباسي. یعنې کله چې تاسې خپل ځان ته د چاغ خطاب کوئ یاهم وایئ چې تاسې څوک نه خوښوي، همدا فکرونه په مثبتو بدل کړئ او پر ځای یې ووایئ زه ښه یم او زما باور نور هم ډېرېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځه او خاوند

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …