کورپاڼه / روغتيا / شلپا شیټي د بدهضمۍ او تېزابیت لپاره له کومو لارو چارو کار اخلي؟
شيلپا شيټي

شلپا شیټي د بدهضمۍ او تېزابیت لپاره له کومو لارو چارو کار اخلي؟

د هندي فلمونو هنرمنده شلپا شیټي نه یوازې دا چې خپل فټنس ته ډېره پاملرنه کوي، بلکې نوموړې خپلو خوراکي توکو ته هم پوره توجه کوي. دغه راز وخت ناوخت د فټنس او غذایي رژیم په اړه په منظم ډول سره ځینې لارښوونې د ټولنیزو رسنیو له لارې خپروي.

د هندوستان د یو تلویزوني چینل این ډي ټي وي د راپور له مخې ویل کېږي، چې شلپا اوسمهال پخپل کور کې یو کوچنی غوندې فارم جوړ کړی، چې دی خپله ترکاري ورپکې کري. دغه فارم چې Hydroponic یې بولي، خاورې ته اړتیا نه لري او شلپا شیټي د خپلې اړتیا له مخې سبزي ورځنې لاسته راوړي

نوموړې پخپل انسټاګرام د بدهضمۍ او تېزابیت د ستونزې حل په اړه یوه آسانه کورنۍ نسخه خپره کړې.


شلپا وایي چې نامناسب خوراک او د فشار په سبب د بدهضمۍ او تېزابیت ستونزو ډېروالی موندلی، چې د ددې ستونزو څخه د ژغورلو لپاره په منظم ډول سره د سپیرکۍ، زیرې او بادیانو په اوبو کې ګډول او څښل یوه اسانه حللاره ده.

شلپا شیټي زیاتوي، چې دغه توکي به په برابره اندازه راواخلئ، وریته یا سره یې کړئ، بیابه یې میده کړئ او په یو بوتل کې به یې وساتئ. نوموړې وايي، چې په یوه پیاله اوبو کې به یوه کاچوغه ذکر شوی ترکیب واچوئ، لېمو ور ګډ کړئ او په استعمال یې کړئ.

د سپیرکۍ، زیرې او بادیانو دغه څښاک د انسان د هضم سیستم د پاکولو لپاره ګټور وي. یاده دې وي چې شلپا شیټي اوسمهال په انسټاګرام ۱۹.۳ میلونه مینوال لري.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …