کورپاڼه / روغتيا / په ورځني ډول زموږ بدن څومره کالورۍ ته اړتیا لري؟
کالوري

په ورځني ډول زموږ بدن څومره کالورۍ ته اړتیا لري؟

په ورځني ډول چې موږ هر ډول غذا یا خوراکي توکي استعمالوو او له هغې چې کومه انرژي لاسته راوړو، کالوري ورته ویل کېږي. دا چې موږ په ورځني ډول څومره کالورۍ ته اړتیا لرو، زموږ په عمر او صنف پورې اړه لري، چې بیا د لږې کالورۍ ترلاسه کول د کمزورۍ او ناروغۍ سبب ګرځي. دغه راز د ډېر خوراک په نتیجه کې زموږ په بدن کې کالوري راټولېږي، چې بیا د ستړیا، سستۍ او چاغښت لامل کېږي.

کالوري څه ته وایي؟

روغتیایي کارپوهان وایي چې د حرارت یا انرژۍ یوې برخې ته حراره یا کالوري ویل کېږي، چې د یو انسان د کالورۍ اړتیا له بل سره توپیر لري. یعنې هغه کسان چې کار کوي ډېرې کالورۍ او هغه کسان چې تر ډېره ناسته وي، کوم سخت بدني فعالیت نه ترسره کوي، لږې کالورۍ ته اړتیا لري. دوی وایي چې د خوراکي توکو کالوري هم سره توپیر لري. مثلاً په تېلو یا غوړیو یا وازده کې ډېره کالوري وي او کله چې بدن په مناسبه اندازه کالوري ترلاسه نه کړي، نو بیا یې له عضلو څخه ترلاسه کوي، چې بیا یې په جوړښت ناوړه اغېزې پرېوځي. دغه راز د زیات عمر لرونکو ته د لږې کالورۍ، خو هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته شېدې ورکوي د ډېرې کالورۍ اړتیا لري.

په یوه ورځ کې باید څومره کالوري استعمال کړو؟

د بدن د یو کیلو ګرامه وزن لپاره په یو ساعت کې یوه کالوري پکار وي. دغه راز له کالورۍ ور اخوا د انسان بدن پروټینو ته هم اړتیا لري، چې باید له شېدو، غوښې، ماهیانو او هګیو یې ترلاسه کړي. ددې سربېره له ځینو نورو توکو لکه غنمو، مټرو، لوبیا، دالو او نورو هم پروټین ترلاسه کولی شي.

د کالورۍ اړتیا د انرژۍ په استعمال پورې اړه لري، یعنې هغه کسان چې مصروف نه وي په ورځني ډول ۲۵۰۰ کالورۍ ته او هغه کسان چې په منځنۍ کچه فعالیت کوي ۳۰۰۰ کالورۍ، خو هغه کسان چې ډېر کار کوي ۴۵۰۰ کالورۍ ته اړتیا لري. دغه راز ښځې بیا لږې کالورۍ ته اړتیا لري. یعنې که مصروفه نه وي ۲۱۰۰ کالوري او که ډېر کار کوي ۳۰۰۰ کالورۍ ته اړتیا پیدا کوي، خو یو درې کلن ماشوم بیا یوازې ۱۲۰۰ کالورۍ ته اړمند وي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …