کورپاڼه / روغتيا / د انارو جوس وڅښئ او یو اوږد ژوند وکړئ
د انارو اوبه

د انارو جوس وڅښئ او یو اوږد ژوند وکړئ

انار د الله تعالی یوه ښه ښکلې او په زړه پورې ډالۍ ده، ځکه چې د انارو د ونې پوستکی، ګل، د انار پوستکی او حتی تر دې چې پاڼې یې هم ګټورې دي. روغتیایي کارپوهان وایې که چېرته د انارو اوبه په نهاره سره وڅښل شي، نو د هضم په مرحله کې ښه والی راولي، د سرطاني ناروغیو څخه مخنیوی کوي او د اوږده ژوند د کولو سبب کېږي.

د انګلیستان د یکسپریس پورټل د خبر له مخې ویل کېږي، چې انارو د مختلفو ناروغیو په مخنیوي کې ګټور وي. دغه راز که چېرته د روغتیایي اصولو سره سم وخوړل شي، نو د استعمال په سبب یې وزن له کمښت سره مخ کېږي یاهم په یو حالت سره پاتې کېږي.

ویل کېږي چې د انارو اوبه د خوند سربېره په زیاته اندازه ویټامینونه، فولاد او کلسیم لري، چې د خوړو د خوند او د ډېرو ګټو لپاره اغېزمن تمامېږي. دغه راز د انارو د اوبو په جوړښت کې د ګڼو غذایي توکو شتون د روغتیا لپاره ګټور وي، چې ویټامین بي یې د هضم په ښه والي او ویټامین سي د دفاعي سیستم په پیاوړتیا کې ګټور وي.

د انارو په اوبو کې موجود پولفینولک د کلیسټرول کچه په اغېزمن ډول سره ټیټوي او که چېرته په منظم ډول سره وڅښل شي د سرطاني ناروغیو مخنیوي کوي، خو هغه کسان چې د لوړ فشار په ناروغۍ اخته وي، د انارو له جوسو سره دې له احتیاط څخه کار واخلي.

بله خوا ویل کېږي چې د انارو د جوسو ویټامین سي د انسان پوستکی تازه ساتي، د مختلفو غدو د جوړښت مخنیوی کوي، د مخ په ښکلا کې ګټور وي او د مختلفو عناصرو پر وړاندې له مقابلې وروسته د پوستکي د ګونځو مخنیوی کوي. دغه راز د انارو په جوسو سره غاښونه له چینجن کېدو ژغورل کېږي، بند رګونه په فعالیت راځي او د موسمي ناروغیو لکه د زکام او نزلې لپاره ګټور تمامېږي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …