کورپاڼه / جالب / څېړنې: دا به د نړۍ ترټولو غټ ډیناسور وي
ډيناسور

څېړنې: دا به د نړۍ ترټولو غټ ډیناسور وي

د ساینسپوهانو یوې ډلې د ارجانټین د نیوکوین د سیند په دره کې د ۹۸ میلونه کاله د پخواني ډیناسور هډوکي موندلي دي. ساینسپوهان وایې، چې دا شاید د نړۍ ترټولو لوی ډیناسور وي، خو دا خبره په پوره باور سره نه شي کولی، ځکه چې دوی تر اوسه پورې د ذکر شوي ډیناسور یوازې د لکۍ فوسلونه موندلي. یاده دې وي چې اوسمهال د نړۍ ترټولو غټ ډیناسور د (پیټاګوټایټن مایورم) په برخه دی، چې فوسلونه یې په ۲۰۱۷ کال د ارجانټین په یوه بله سیمه سیمه کې موندل شوي ول.

ویل کېږي د نیوکوین د سیند په دره کې له ۲۰۱۲ کال څخه د فوسلونو د لټون هڅې روانې دي، چې تر اوسه پورې د ډېرو غټو پخواني او د له منځه تللو حیواناتو فوسلونه موندل شوي دي.

راپورونه وایي چې اوسمهال څېړونکې ډلې د یو ډیناسور د یوې غټې لکۍ فوسلونه موندلي، چې په لېدو ورځنې څرګندېږي، چې دا به د اوږدې غاړې لرونکی هغه ډیناسور وي چې خوراک یې پاڼې او بوټي ول. دغه ډول ډیناسور چې په مجموعي ډول یې ساروپوډز بولي د غټ وجود سربېره بیاهم بې ضرر ول.

راپورونه زیاتوي چې لاتراوسه یې دغه موندل شوي ډیناسور ته کوم نوم نه دی ورکړی. څېړونکي وایي تر هغې چې د ذکر شوي ډیناسور د لګن خاصرې او نور هډوکي نه وي موندل شوي، پېژندل یې ناشونی کار دی او نه یې هم په باوري ډول د غټوالي په باب څه ویلی شي. خو که چېرته یې د لکۍ هډوکی په نظر کې ونېول شي، نو دا اندازه ترې کیدلی شي، چې دغه ډیناسور به د پیټاګوټایټن په پرتله شل سلنه غټه وي، یعنې د ۱۴۵ فوټو په شاوخوا کې به واوسي

یادونه: دغه څېړنه د Cretaceous Research د  څېړنېز ژورنال په تازه انلاین ګڼه کې خپره شوې او دلته مو په لنډ ډول سره ستاسو لپاره بیان کړې.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان کې یو شخص چې (۳۹) لمسیان یې لرل؛ پنځم واده یې هم وکړ

د پاکستان په ګوجرانواله سیمه کې د نهه دیرشو کمسیانو څښتن پنځم واده وکړ، که …