کورپاڼه / روغتيا / په ښځو کې د شکر ناروغي د شیریانونو د تنګېدو سبب ګرځي
زړه

په ښځو کې د شکر ناروغي د شیریانونو د تنګېدو سبب ګرځي

د امریکا په متحده ایالاتو کې د یوې تفصیلي څېړنې وروسته معلومه شوې، چې د شکر ناروغي په ځانګړي توګه په ښځو کې د زړه شیریانونه تنګوي او په نتیجه کې یې د زړه په ناروغیو اخته کولی شي.

څېړونکي وایي چې دوی د څېړنې پرمهال یو نوی بایو مارکر (په وینه کې موجود کیمیکل) موندلی، چې د شکر د ناروغۍ پرمهال انسولین په سم توګه کار کولو ته نه پرېږدي، یعنې ذکر شوي کیمیکل د انسولینو لپاره مزاحمت کوي، چې موجودیت یې په ښځینه وو کې د نورو په پرتله د زړه په ناروغیو د اخته خطر شپږ برابره ډېروي.

د ذکر شوې څېړنه بل اړخ دا دی چې د شکر ناروغي ښځینه په کم عمرۍ یاهم د ځوانۍ پرمهال د زړه په ناروغۍ اخته کولی شي. دا خبره د امریکایي څېړونکو لخوا تایید شوې او ویلی یې دي، که څه هم په ډېر عمر لرونکو اشخاصو کې د زړه د ناروغیو په سبب مړینه کمه شوې، خو د ځوانۍ پرمهال یې بیا کچې ډېروالی موندلی، په ځانګړي ډول د زړه هغه ناروغي چې Coronary heart disease ورته ویل کېږي.

د برمنګم اینډ وومین د لیلیې او د مایو روغتون لخوا د ۲۸۰۲۴ ښځو د زړه د ناروغۍ ۵۰ سببونه تر څېړنې نېول شوي او تر لسو کلونو پورې پرې څېړنې وکړئ، چې بیا دوی وموندل هغه ښځې چې د شکر په دویم ډول ناروغۍ اخته وې، عمرونه یې له ۵۵ کلنۍ څخه کم او په راتلوونکو لسو کلونو کې یې د زړه د ناروغۍ خطر شتون درلود. ویل کېږي چې په دغو څېړل شوو ښځو کې د یو ډول انسولین (ایل پی ایي ار) کچه ډېره لوړه وه، چې له مخې یې د زړه د ناروغیو وړاندوینه کېدلی یاهم شونتیا درلودلی شي.

یادونه: د پورتنۍ څېړنې تفصیلات د امریکا د میډیکل کارډیالوژۍ په ژورنال کې خپاره شوي دي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …