کورپاڼه / جالب / چینایي انجونې ولې پخپلو ویښتانو کې سپین ګل یا ګلان ږدي؟
نجلۍ

چینایي انجونې ولې پخپلو ویښتانو کې سپین ګل یا ګلان ږدي؟

ویل کېږي چې د نړۍ هر مذهب او کلتور د ځانګړو روایاتو یا دودونو لرونکی وي، د مثال په توګه په هندویزم کې کله چې د یوې میرمنې خاوند ومري، نو بیا یې میرمنې د ټول عمر لپاره سپینه ساړي اغوندي، خو که چېرته دا ډول کړنه ترسره نه کړي، نو په بد فال یا شګون یې نیسي. همدغه ډول په چین کې هم یو ډول دود دی چې ځینې انجونې یې په ویښتانو کې سپین یا ارغواني رنګه ګل ږدي، خو دلته پوښتنه داده چې د دوی د سپین ګل د کېښود سبب څه دی؟ ددې پوښتنې په ځواب کې ویل کېږي، که چېرته په چین کې کومه انجلۍ په ویښتانو یاهم په لاس کې سپین ګل ولري، نو پوه شئ چې د والدینو له سیوري بې برخې ده.

یعنې په چین کې هم سپین رنګ د مرګ سره تړلی ګڼل کېږي، چې دغه دود په زیاتره اسیایي کلتورونو کې تر سترګو کېږي. په ویښتانو کې د سپین ګل کېښودل په اصل کې د چین د لرغونو دودونو څخه ګڼل کېږي او کله چې د یوې انجلۍ مور یا پلار وفات شي، نو یتیمه انجلۍ بیا پخپلو ویښتانو کې سپین ګل ږدي، ترڅو خلک یې په اړه پوه شي او په همدردي یا مهربانۍ ورسره چلند وکړي.

ویل کېږي چې په چین کې دغه دود ضروري ګڼل کېږي، ځکه چې دوی ته دغه دود په کلتوري میراثونو کې ورپاتې، چې مخالفیت یې ډېره بده کړنه بولي. خو که چېرته د ارغواني رنګ په اړه خبرې کېږي، نو ویلی شو چې ارغواني رنګ هم د چین د کلتور یوه برخه ده او هغه ښځې چې ارغواني رنګه ګل یې په ویښتانو کې ایښی وي یا خو یې خاوند مړ شوی او یا یې هم خپل زوی د لاسه ورکړی. خو که چېرته د مسلمانو ټولنو په اړه خبرې کوو نو ټول مسلمانان یې د ښکلا نښه ګڼي، ځکه چې د اسلام مبارک دین یاهم اسلامي شریعت په ښځو باندې کومه داسې پابندي نه ده لګولي، چې ټول عمر دې د خاوند د مړینې درد او غم ته وقف کړي.

دا هم ولولئ

د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

پولیسو د نړۍ ترټولو وېروونکی تورن شخص، چې هر وخت د خپلې څېرې شکل بدلوي، …