ویل کېږي چې د ډېرو په استعمال انسان له مختلفو روغتیایي ستونزو او ناروغیو څخه خلاصون مومي، خو که چېرته د ژمي په موسم کې لږې اوبه وڅښل شي، نو ډېرې ستونزې رامنځته کولی شي. دغه راز په مناسب اندازه د اوبو استعمال د انسان د بدن لپاره په هغه اندازه اړین وي، په کومه اندازه چې د غذایي توکو څخه ډکو خوړو ته اړتیا لري.
اوبه د انساني داخلي تودوخه کموي:
ویل کېږي چې اوبه د انسان د بدن تودوخه برابره ساتي، په ځانګړي توګه د ژمي په موسم کې باید ډېر اوبه استعمال شي، ځکه چې د بخارۍ ترمخ تر ډېره پورې ناسته د بدن اوبه کموي.
ستړیا ختموي:
ویل کېږي چې د ستړیا، کمزورۍ او د نورو سببونو په پایله کې د انسان طبیعت خرابېږي او په موسمي ناروغیو لکه زکام او نزلې اخته کېږي، چې د پورته ذکر شوو ستونزو اصلي سبب د اوبو کمښت دی.
اوبه پوستکي ته کټور وي:
ویل کېږي چې د انسان پوستکي هم په داخلي او هم په بهرني ډول ډېر حساس وي، په عام ډول زیاتره ښځې د ژمي په موسم کې د پوستکي له سپوروالي سره مخ کېږي، چې بیا یې د نمجن کېدو لپاره ډېرو اوبو ته اړتیا وي.
میتابولیزم ته ښه والی ور په برخه کوي:
ویل کېږي ددې لپاره چې د بدن تودوخه برابره وساتل شي، د انسان بدن ډېرو اوبو ته اړتیا لري، ځکه چې د انسان د بدن حجرې د ډېرو اوبو کارولو ته ضرورت لري، چې دغه اوبه بیا د لېمو په اوبو هم پوره کولی شو.
د انسان له بدن څخه زهرجن مواد خارجوي:
ویل کېږي چې په ورځني ډول اته پیالې د اوبو استعمال د انسان له بدن څخه زهرجن توکي خارجوي، د سپوروالي مخنیوی کوي او د دفاعي سیستم د پیاوړتیا سبب هم ګرځي.
د هضم د سیستم لپاره ګټور وي:
ویل کېږي ددې لپاره چې زموږ معده خوراکي توکي په سمه توګه هضم کړي، باید په ټاکلي اندازه اوبه وڅښو او هغه کسان چې د بدهضمۍ ستونزې لري باید د اوبو له استعمال څخه ډېره ګټه پورته کړي.