کورپاڼه / روغتيا / نعناع یا ویلنی د نیم سري (د نیم سر درد) په درملنه کې اغېزمن وي
نعناع

نعناع یا ویلنی د نیم سري (د نیم سر درد) په درملنه کې اغېزمن وي

د نعناع یا ویلني استعمال خو هسې هم د روغتیا لپاره په پوره اندازه ګټور وي، خو آیا تاسې په دې پوهېږئ چې ذکر شوی بوټی د سر د درد اړوند ستونزې هم حل کوي؟ هغه کسان چې د سر د درد یا میګرین ستونزه لري یا هغه کسان چې تر ډېره پورې یې په سر درد وي، ضرور به دا خبره مني چې د سر له درد وروسته د دوی ورځنی ژوند تر کومه حده تر اغېزو لاندې راځي.

اوسمهال د یوې څېړنې له مخې ویل شوي، چې د سر له درد څخه د خلاصون یوه ډېره آسانه نسخه یې موندلې. د جاپان د یو پوهنتون د څېړنې څخه وروسته موندل شوې، چې د سخت سر درد یا میګرین په صورت کې د نعناع د جیلو استعمال ذکر شوې ستونزه کموي یاهم له منځه یې وړي.

یاده دې وي چې له دې وړاندې هم د امریکا په متحده ایالاتو کې د څېړنې له مخې ویل شوي ول، چې د نعناع یاهم د ویلني جیلو د استعمال او د اغېزو په اړه یې مثبتې پایلې ترلاسه کړې وې.

ویل کېږي چې په دې څېړنه کې ۲۵ کسان تر څېړنې لاندې نېول ول، چې ۷ کسانو یې په بشپړه توګه روغتیا ترلاسه کړه، د ۱۳ کسانو د سر په درد کې کمښت راغي، خو ۵ کسانو ته یې بیا هیڅ ډول ګټه نه وه ور رسولې او له دې څېړنو وروسته یې یو ډول جیل هم جوړ او بازارونو ته یې وړاندې کړل، چې (Stopain) نوم یې ور باندې ایښی وو.

ویل کېږي کله چې یو څوک د سر په درد یا میګرین اخته شي، نو د ورمېږ په مخکینۍ برخه یې د ذکر شوو جیلو لارښوونه کېږي، چې بیا په همدې ډول یې د سر د درد ستونزه له کمښت سره مخ کېږي. دغه راز د نیم سري یا میګرین لپاره د مینتول په نوم جیل بېخي اغېزمن وي چې د سر ذکر شوی درد ورسره کمښت مومي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ناروغیو د درملنې لپاره ګوګل مه کاروئ

د ګوګل پلټوونکې په سبب ډېرې زیاتې آسانتیاوې رامنځته شوي، یوازې یې په ګوګل کې …