کورپاڼه / هنر او کلتور / حريم شاه: مفتي قوي ته لېونى ويل درواغ دي، هغه د ټول پاکستان د مفتيانو نوم بدنام کړى
حريم شاه او مفتي عبدالقوي

حريم شاه: مفتي قوي ته لېونى ويل درواغ دي، هغه د ټول پاکستان د مفتيانو نوم بدنام کړى

د ټک ټاک مشهوره ستورې حريم شاه وايي، چې مفتي قوي ته لېونى ويل يا د مازغو د خرابېدو خبره يې ټوله درواغ ده او کورنۍ يې غواړي چې په توګه هغه وژغوري.

د مفتي قوي کورنۍ وايي، چې نوموړى يې په کور کې بند کړى دى او د هغه د مازغو درملنه يې پيل کړې ده، چې حريم شاه هم د هغوى په دې خبرو غبرګون ښکاره کړى.

حريم شاه وايي، له مفتي قوي سره مې ډېر ځل ليدلي دي او هېڅ کله مې داسې نه ده احساس کړې چې د هغه ذهني حالت دې سم نه وي.

هغه زياتوي، د چا چې ذهني حالت خراب وي، هغه هېڅ کله هم داسې خبرې نه کوي، په دې خبرو د مفتي قوي کورنۍ غواړي چې هغه وژغوري.

حريم شاه وايي، د مفتي قوي له لاسه د پاکستان ټول مفتيان بدنامه شوي دي او ټول مفتي قوي ته غصه دي، چې اوس يې کورنۍ په دې چل ترې غواړي وساتي.

نوموړې همدا راز وايي، چې لېونيان داسې خبرې او داسې غوښتنې نه کوي، کومې غوښتنې چې مفتي قوي له دې څخه کولې. هغه وايي، که مفتي قوي په رښتيا هم لېونى يې او مازغه يې خراب وي، نو بايد چې په لېونتون کې يې داخل کړي.

د يادولو وړ ده چې حريم شاه د مفتي قوي يو شمېر غېر اخلاقي ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې خپرې کړې دي، چې له هغه وروسته مفتي قوي د خلکو تر سختو نيوکو لاندې دى.

دا هم ولولئ

هندي ژورنالیسته: شاه رخ خان ته ځکه سزا ورکول کېږي چې هغه مودي ته سر نه دی ټیټ کړی

یو هندي ژورنالیسته سواتي چترویدي ویلي دي چې د هندي سینما مخکښ اداکار شاه رخ …