کورپاڼه / جالب / عبدالله مزاري په فرهان يوسفزي، رييس احمدزي، ولي امين او نورو باندې زړه تش کړ
عبدالله مزاري (2)

عبدالله مزاري په فرهان يوسفزي، رييس احمدزي، ولي امين او نورو باندې زړه تش کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي عبدالله مزاري يو ځل بيا د کرکټ بورډ په مشرانو او نورو کارمندانو باندې زړه تش کړى دى.

نوموړى چې په خپله فېسبوکپاڼه کې لايف راغلى و، وې ويل چې هغه ته کرکټ بورډ قرارداد ورکاوه، خو هغه نه غوښتل چې نور کرکټ وکړي، ځکه له دې ادارې يې کرکه پېدا شوه.

عبدالله مزاري وويل، چې رييس احمدزى، چې د کرکټ ډايريکټر دى، هغه ورته په خپله وويل، چې قرارداد ورکوي، خو وايي، چې ما ورته وويل زه نور کرکټ نه کوم.

هغه همدا راز د فرهان يوسفزي په اړه وويل، چې د ښځو لوبډله يې جوړه کړې ده، چې ټول لاس پکې د هغه او رييس احمدزي دى او ٢٥ ښځو ته يې قراردادونه هم ورکړي دي.

عبدالله مزاري د ولي امين په اړه وويل، چې ولي امين په سيليکشن کمېټه کې دى او د کرکټ هېڅ تاريخچه نه لري، په دې نه کېږي چې څوک دې څو کورسونه وکړي او بيا دې سليکشن کوي.

هغه همدا راز د کورني کرکټ په مسوول هم نيوکې وکړې او وې ويل چې کرکټ يې خراب کړ.

نوموړى همدا راز زياتوي، چې د بشري سرچينو منيجر په خپله چيرمېن دى او هر څه په خپله خوښه کوي.

عبدالله مزاري رييس احمدزي ته د (خاين) ټکى وکاروه او وې ويل، چې زه له داسې کس سره کار نه کوم. نوموړي وويل، چې د چيرمېن کور په لندن کې دى او لوبغاړو ته وايي، چې کورونه مو افغانستان ته راولئ.

هغه د ښځو په لوبډله هم نيوکې وکړې او وې ويل چې د افغانستان حالات داسې نه دي چې د ښځو لوبډله دې پکې جوړه شي.

عبدالله مزاري د کرکټ بورډ يو شمېر کسانو نومونه ياد کړل او وې ويل چې دوى بېخي د غلامۍ په څېر خپلې دندې ترسره کوي او زه نه غواړم چې د چا غلامي وکړم.

هغه وويل، چې کرکټ خراب دى او دا اداره بايد ټوله بدله شي، ځکه د يو څو کسانو په لاس کې هر څه دي او له نورو يې غلامان جوړ کړي دي، چې دا ټول کسان له ارګ نه دلته راغلي دي او په کرکټ نه پوهېږي.

عبدالله مزاري وويل، چې تر څو فرهان يوسفزى او رييس احمدزى په کرکټ بورډ کې واکمن وي، هغه به دلته کار ونه کړي، ځکه دا خاينان دي.

دا هم ولولئ

په امریکا کې یوه کوچنۍ ماشومه د سپږو له لاسه روغتون ته وړل شوې

د امریکا په ایډیانا ایالت کې یوه څلور کلنه ماشومه د سپږو له لاسه دومره …