کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / سبا افغانستان له ايرلېنډ سره دويمه لوبه ترسره کوي
افغان لوبډله

سبا افغانستان له ايرلېنډ سره دويمه لوبه ترسره کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ايرلېنډ ته ماتې ورکړه، چې ١٠ نومرې يې ترلاسه کړې، د دې لړۍ دويمه لوبه سبا ترسره کېږي.

د جنورۍ په ٢٤مه نېټه په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کېږي، چې د افغانستان په وخت ١٠:٣٠ بجې به پيل شي او په ملي سپورټ په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.

په لومړۍ لوبه کې رحمان الله ګربز زبردسته لوبه ترسره کړه او په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې سليزه ووهله، چې ډېر ريکارډونه يې هم جوړ کړل او افغانستان ته يې بريا هم ورپه برخه کړه.

ايرلېنډ هم ښه توپوهنه ترسره کړه، چې يوازې د ١٦ منډو په توپير يې له افغانستان څخه ماتې وخوړه.

په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې حشمت الله شهيدي نه و اخيستل شوى، چې ځينو خلکو پرې نيوکې وکړې او د هغه د اخيستل کېدو غوښتنه يې وکړه.

عظمت الله عمرزى چې د ايرلېنډ پر وړاندې يې خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه، د کرکټ مينه وال يې د نورو چانسونو غوښتنه هم کوي، تر څو د هغه استعداد په نړيوالو سياليو کې راڅرګند شي.

د لومړۍ لوبې نوملړ:

رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکى)، جاوېد احمدي، رحمت شاه، اصغر افغان (لوبډلمشر)، محممد نبي، ګلبدين نايب، نجيب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزى، راشد خان، مجيب الرحمان او نوين الحق.

ايا تاسې فکر کوئ چې په دې لوبډله کې دې بدلون راوستل شي؟

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …