کورپاڼه / بېلا بېل / يوې افغانې نجلۍ د يوه پاکستاني زده کړيال سره د مينې واده وکړ
پاکستانى هلک او افغانه نجلۍ

يوې افغانې نجلۍ د يوه پاکستاني زده کړيال سره د مينې واده وکړ

افغانه نجلۍ چې په پاکستان کې په يوه زده کړيال مينه شوې وه، پاکستان ته لاړه او د هغه زده کړيال سره يې واده وکړ.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د افغانستان ازبکه نجلۍ په وېزه پاکستان ته ورغلې ده او د فهيم الرحمان په نوم زده کړيال سره يې واده کړى دى.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دا ٢٠ کلنه نجلۍ اولباش بي بي نومېږي، چې د نور محمد لور ده او د بغلان ولايت اوسېدونکې ده، چې د ٢٤ کلن پاکستاني زده کړيال فهيم الرحمان، چې د قاري عبدالسلام زوى دى، سره يې نکاح وکړه.

اولباش بي بي له ځايي رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې پاکستان د کډوالۍ پر مهال زموږ د مشرانو ډېر قدر او درناوى کړى دى، دوى ته ډېره مينه ورکړې ده، زموږ د مينې او واده په دې کې هم ډېر لاس دى.

خو په راپور کې دا نه دي ويل شوي، چې دغه نجلۍ او دې هلک سره څنګه او چېرته وليدل او څه ډول يې له يو بل سره مينه پېدا شوه، چې بيا د بغلان ولايت څخه اولباش بي بي د پاکستان بهاولنګر ته لاړه او هلته يې د دغه هلک سره واده وکړ.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …